ملګري ملتونه۔17ستمبر (اے پي پي)اسرائیل د نهې په ورځپه غزہ ښارد يو پلان تر مخه زمكيز بريد كړے چې پكښې ټانکونه، ډرون ګاډو او د لوي وسلې سره بکتر بند ګاډي كارولې كېږي ۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشن راپور باوجود اسرائیل غزہ كښې نسل کشي كوي، د اسرائیل پوځونو د نړيوال فشار نظرانداز کولو سره شدید بريدونه شروع كړې دي ۔ د ملګرو ملتونو راپور كښې وئېلې …
د اسرائیل په غزہ زمكیزبريد ، 100 فلسطینیان شهیدان ، ملګرو ملتونوبريد نسل کشي وګرځوله

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔17ستمبر (اے پي پي)اسرائیل د نهې په ورځپه غزہ ښارد يو پلان تر مخه زمكيز بريد كړے چې پكښې ټانکونه، ډرون ګاډو او د لوي وسلې سره بکتر بند ګاډي كارولې كېږي ۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشن راپور باوجود اسرائیل غزہ كښې نسل کشي كوي، د اسرائیل پوځونو د نړيوال فشار نظرانداز کولو سره شدید بريدونه شروع كړې دي ۔ د ملګرو ملتونو راپور كښې وئېلې شوي د اسرائیل اقدامات د نسل کشۍ کنونشن لاندې راځي ۔ اسرائیل راپورمسترد کړے۔ وزیراعظم نیتن د ” ودانۍ انخلا او د دښمن ماتې” د جنګ هدف ګرځولے دے او د یرغمال شوو ذکر يې پرېښودے دے په كوم چې د اسرائیل اولس احتجاج كوي ۔ د یونیسف تر مخه په لاکھونو ماشومان د يو جهنم نه بل ته شړلے شي۔ اروپائي ائتلاف او ملګرو ملتونو د جنګ سمدستي مخ نيوي غږ کړے او اسرائیل د نړيوالې تنهائۍ خطر باوجود بريدونه جاري ساتلې دي ۔واضحه دې وي د فلسطین طبي ذرائعو تر مخه د اسرائیل په بمبارۍ او زمكيزو بريدونو كښې د نهې په ورځ د 100 نه زيات فلسطینیان شهیدان شول چې پكښې د 86 كسانو مړي د غزہ ښارهسپتالونو ته راوړلے شول ، نور 9 كسان په مينځنۍ غزہ او 6 جنوبي سيمو كښې شهیدان شول ۔ د ملګرو ملتونو ترمخه د جنګ آغاز (اکتوبر 2023) نه تر اوسه 65,000 ته نزدې فلسطینیان شهیدان شويچې پكښې اکثریت د مېرمنو او ماشومانو دے










