جنیوا۔17ستمبر (اے پي پي) د ملګروز ملتونو د بشري حقونو هائي کمشنر وولکر ترک خبردارے وركړے چې قطر كښې د اسرائیل فضائي بريد د سيمې امن و استحکام لپاره خطر لري ۔ د العربیه تر مخه هغه په بشري حقونو کونسل كښې ووئېل په 9 ستمبر دوحه كښې خبرې كوونكې په نخښه كول د نړيوال قانون سنګينه خلاف ورزي ده ۔وولکر ترک ووئېل د اسرائیل بريد د ثالثۍ او مذاکراتي …
قطر كښې د اسرائیل فضائي بريد د سيمې امن و استحکام لپاره خطر لري ،ملګري ملتونه

مزید خبریں
جنیوا۔17ستمبر (اے پي پي) د ملګروز ملتونو د بشري حقونو هائي کمشنر وولکر ترک خبردارے وركړے چې قطر كښې د اسرائیل فضائي بريد د سيمې امن و استحکام لپاره خطر لري ۔ د العربیه تر مخه هغه په بشري حقونو کونسل كښې ووئېل په 9 ستمبر دوحه كښې خبرې كوونكې په نخښه كول د نړيوال قانون سنګينه خلاف ورزي ده ۔وولکر ترک ووئېل د اسرائیل بريد د ثالثۍ او مذاکراتي عمل لپاره يوه ناوره هڅه ده او دا په نړيواله كچه د شخړو امناكه هواري له د هلو ځلو خلاف اقدام دے ۔ هغه د غندنې كولو سره د بشري حقونو کونسل او حکومتونو څخه د دې پیښې د غندلو غوښتنه وكړه ۔هائي کمشنر ووئېل په قطر د اسرائیل بريد د نړيوالو بشري حقونو او د بشري قانون د اصولو تر مخه د ژوند حق خلاف ورزي ده ، ځكه د ثالثۍ عمل د اهمیت توثیق او په مرګونو جواب طلبي ضروري ده ۔










