د هندي لوبډلې په ناوړه رويه منيجر نويد اكرم چيمه باضابطه احتجاج ريكارډ كړو

دبئی۔15ستمبر (اے پی پی) د هندي لوبډلې په ناوړه رويه د پاكستان كركټ لوبډلې منېجر نويد اكرم چيمه باضابطه احتجاج ريكارډ كړو۔ د پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) له مخې منېجر د مېچ رېفري په رويه اعتراض كولو سره شكايت هم درج كړو۔ د نويد اكرم وېنا وه چې د هندي لوبغاړو پاكستاني لوبغاړو ته لاس نه وركول د لوبو د تقاضو او د سپورټس مېن سپرټ په ضد …

دبئی۔15ستمبر (اے پی پی) د هندي لوبډلې په ناوړه رويه د پاكستان كركټ لوبډلې منېجر نويد اكرم چيمه باضابطه احتجاج ريكارډ كړو۔ د پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) له مخې منېجر د مېچ رېفري په رويه اعتراض كولو سره شكايت هم درج كړو۔ د نويد اكرم وېنا وه چې د هندي لوبغاړو پاكستاني لوبغاړو ته لاس نه وركول د لوبو د تقاضو او د سپورټس مېن سپرټ په ضد كار دے۔ د لوبډلې منېجر له مخې دا رويه د افسوس وړ بلكې د لوبې د رواياتو په ضد ده۔ هېډ کوچ مائیک هېسن هم د هندي لوبډلې عمل نامناسب ګرځولو سره ووئيل د هند لخوا چې كوم حركت شوے په هغې د پاكستان غبرګون فطري ؤ۔ ده ووئيل دا ډول پېښې د لوبې فضا ته زيان رسوي او په دوه اړخيزه اړيكو كښې سردمهري رامخې ته كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د ټاسو په موقعه مېچ رېفري دواړو كپتانانو ته يو بل ته د لاس نه وركولو هدايت كړے ؤ او په دې پاكستاني كپتان سلمان علي آغا د احتجاج په توګه اختتامي دستوره كښې ګډون كولو څخه ډډه وكړه۔

مزید خبریں