کھټمنډو۔12 ستمبر(اے پی پی) په نيپال كښې په روانو لاريونونو كښې د مړو شوو كسانو شمېره 51 ته رسېدلې ده ۔ د اے اېف پي له مخې پوليس د جمعې په ورځ خپل بيان كښې ووئيل په هېواد كښې په سوشل ميډيا د حكومتي بندېز او بدعنوانۍ په ضد د پرتشدد لاريونونو په مهال تر دې دمه 51 كسان مړه شوي دي۔ مظاهرچيانو د احتجاج په مهال د نهې په …
نيپال – په لاريونونو كښې د مړو شميره 51 ته ورسيده
کھټمنډو۔12 ستمبر(اے پی پی) په نيپال كښې په روانو لاريونونو كښې د مړو شوو كسانو شمېره 51 ته رسېدلې ده ۔ د اے اېف پي له مخې پوليس د جمعې په ورځ خپل بيان كښې ووئيل په هېواد كښې په سوشل ميډيا د حكومتي بندېز او بدعنوانۍ په ضد د پرتشدد لاريونونو په مهال تر دې دمه 51 كسان مړه شوي دي۔ مظاهرچيانو د احتجاج په مهال د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس ته اور ورته كړے ؤ ۔ وزیراعظم کے پي شرما اول د خپل منصب څخه استعفي وړاندې كړه او پوځ په كرفيو نافذولو د سړكونو كنټرول سنهبال كړو ۔ پوځ د جمعې په ورځ وئيلي دي 100 څخه زياتې ټوپكې برآمد كړې شوي كومې چې د بغاوت په مهال اهلكارو څخه په زور اخستلې شوې وې۔ په دې مهال مظاهرچيان د خودكاره وسلې سره ليدلې شوي وو۔









