نيويارك ۔ 11 ستمبر (اے پي پي) په امريكا كښې د ښي لاس ځوان كاركن او د صدر ډونلډ ټرمپ نزدې ملګرے چارلي كرك په يوټا ويلي پوهنتون كښې په يو اولسي دستوره كښې وېشتلے شوے دے۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه د دې پیښې نه پس صدر ډونلډ ټرمپ پخپل سوشل ميډيا پلېټ فارم "دي تروته " وليكل چې عظيم بلكې افسانوي چارلي كرم …
د ډونلډ ټرمپ قدامت پسند ملګرے چارلي كرك د امرېكې يونيورسټۍ كښې ووژلے شو

مزید خبریں
نيويارك ۔ 11 ستمبر (اے پي پي) په امريكا كښې د ښي لاس ځوان كاركن او د صدر ډونلډ ټرمپ نزدې ملګرے چارلي كرك په يوټا ويلي پوهنتون كښې په يو اولسي دستوره كښې وېشتلے شوے دے۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه د دې پیښې نه پس صدر ډونلډ ټرمپ پخپل سوشل ميډيا پلېټ فارم “دي تروته ” وليكل چې عظيم بلكې افسانوي چارلي كرم اوس په دې دنيا كښې پاتي نه شو ۔ په امريكا كښې د ځوانانو په زړه څوك هم د چارلي نه ښه نه پوهېږي ۔ هغه ووئېل هغه د ټولو خوښ او د ستائنې وړ ؤ ٬ په خاص توګه زما لپاره ٬ او اوس هغه زمونږ ترمينځه پاتي نه شو۔ د ميلانا او زما خواخوږي د هغه د ښكلې مېرمن ايريكا او د هغه كورنۍ سره ده۔ چارلي مونږ ستا سره مينه لرو۔ د دې نه وړاندې د ډزو د پیښې نه سمدستي وروستو د امرېكې صدر خپل غبرګون كښې وئېلې وو مونږ ټولو له د چارلي كرك لپاره دعا كول غواړي څوك چې په ګولۍ ويشتلے شوے دے۔ هغه يو ښه انسان ؤ ۔ د يوټا ويلې پوهنتون د پوليس وياندې كرسټين نيلسن تصديق كړے چې د ډزو پیښه رامخې ته شوې ده او وګرو ته په خوندي ځايونو د پاتي كېدو وئېلې شوي دي۔ د پوهنتون د اړخه جاري خبرداري كښې وئېلې شوي دي برے يد كونكے نيولے شوے او پلټنې روانې دي











