قاهره۔ 10 ستمبر (اے پي پي) ايران د نړيوالې جوهري ادارې ٬٬ آئې اے اي اے ٬٬ سره د سره بيا مرستې لپاره په يو فرېم ورك اتفاق كړے دے۔ العربيه تر مخه د دې اتفاق لپاره د ايران خارجه وزير عباس عراقچي او د انټر نېشنل اټامك انرجي ايجنسي مشر رافېل ګروسي تېره ورځ قاهره كښې لاس ليك وكړو۔د نړيوالې ايجنسۍ مشر د دې اتفاق ستائنې كولو سره دا …
د ايران او آئې اے اي اے تر مينځه د مرستې پرېم ورك ته اتفاق

مزید خبریں
قاهره۔ 10 ستمبر (اے پي پي) ايران د نړيوالې جوهري ادارې ٬٬ آئې اے اي اے ٬٬ سره د سره بيا مرستې لپاره په يو فرېم ورك اتفاق كړے دے۔ العربيه تر مخه د دې اتفاق لپاره د ايران خارجه وزير عباس عراقچي او د انټر نېشنل اټامك انرجي ايجنسي مشر رافېل ګروسي تېره ورځ قاهره كښې لاس ليك وكړو۔د نړيوالې ايجنسۍ مشر د دې اتفاق ستائنې كولو سره دا يو سم او مهم ګام وګرځولو۔ايران وئېلې دي په سباون كښې د دې ادارې سره د مرستې يو نوے شكل رامخې ته شوے دے ۔ ډلو په دې خبره صلاح يوه كړې چې د نوو حالاتو تر مينځه به دوي له يو بل سره مرسته كول وي او څنګه به د ښه والي پلو ځي۔ د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي رياستي ټي وي سره خبرو كښې ووئېل امرېكا او د اسرائيل حكومتونه زمونږ د هېواد امناك جوهري پروګرام خلاف دي او هغوي زمونږ جوهري تنصيبات په نخښه كړې دي۔ نړيوالې جوهري ادارې هم د ايران سره په تكنيكي چارو د يوې لوظنامې تصديق كړے دے۔ په دې لړ كښې شريك پرېس كانفرنس ته د انټر نېشنل اټامك انرجي مشر رافيل ګروسي او د اير ان خارجه وزير عباس عراقچي ووئېل مونږ هيلو لرو چې دا لوظنامه به د دواړو په اړيكو كښې د ښه والے پېل وګرځي ۔ په دې مهال د ايران خارجه وزير د مصر صدر عبدالفتاح السيسي سره هم ملاقات وكړو چا چې دا لوظنامه ګتور پېشرفت وګرځولو۔ صدر السيسي ووئېل دا لوظنامه به د خبرو اترو بيا پېل كېدو لاره هواري كړي د كومې په نتيجه كښې چې هيله ده د ايران جوهري پروګرام په اړه به يو امناك سېتلمنټ ممكن شي











