اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) نړيوالې مجلې "الجزيرہ" خپل يو راپور كښې وئيلي دي په هند كښې د مودي په اقتدار كښې د رائے اظهار جرم ګرځېدلے او د رائے اختلاف ګناه ګرځولې شوې ده ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې په راپور كښې د مودي په اقتدار كښې په هند كښې د سنسرشپ زياتېدو رجحان بې نقابه كولو سره وئيلي شوي دي چې مېټا او ګوګل …
د مودي په هند كښې د رائے اظهار جرم او اختلاف لرل ګناه ګرځېدلې۔ رپورټ

مزید خبریں
اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) نړيوالې مجلې “الجزيرہ” خپل يو راپور كښې وئيلي دي په هند كښې د مودي په اقتدار كښې د رائے اظهار جرم ګرځېدلے او د رائے اختلاف ګناه ګرځولې شوې ده ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې په راپور كښې د مودي په اقتدار كښې په هند كښې د سنسرشپ زياتېدو رجحان بې نقابه كولو سره وئيلي شوي دي چې مېټا او ګوګل پشمول يو شمېر سوشل ميډيا کمپنو ته د حكومت مخالف پوسټس لرې كولو نوټس جاري شوي دي٬ په اكتوبر كال 2024 كښې مودي ضلعي چارواكو او پوليس ته هم د سنسرشپ اختيارات وركړي۔ د رپورټ له مخې د دې اختياراتو له مخې د زرګونو په شمېر افسران يو اړخيزه پرېكړې كولې شي چې كوم معلومات غېر قانوني دي او په ګرد هېواد كښې بلاك كېدل پكار دي٬ دغسې د اېکس له مخې افسرانو ته د بشپړه بلاكنګ اختيار وركړے شوے۔ د الجزيرہ په رپورټ كښې وئيلي شوي د مودي په اقتدار كښې د كال 2014 نه وروستو د ټېك ډاٶن په آرډرز كښې پرله پسې اضافه شوې او تر كال 2022 دا 14 چنده زياته شوې، آزاد ميډيا آٶټ ليټ کتابونه، د کشمير ټائمز ٬ خبريا انورا دھا بھسين او تر دې چې د رائټرز بلاك كولو هم احكامات جاري شوي دي٬ د پاك و هند تاٶ تريخوالي نه وروستو د پاكستان خبريالان٬ نيوز آٶټ لېټس او سليبرټيز په لويه كچه بلاك كړې شوي دي٬

دغسې د پاك هند تاٶ تريخوالي په مهال هندي خبريال او د رائټرز په څېر نړيوال نيوز آٶټ ليټس هم بلاك كړے شوي۔ په رپورټ كښې انکشاف شوے چې د اولسي تحفظ او د قامي سلامتيا په نامه د لويديز بنګال وزيراعليٰ د ممتا بينرجي ميم هم د بلاك كولو هڅه شوې٬ د ډي ډبليو نيوز له مخئ په هند كښې د آپريشن سندور د ناكامۍ په خبر خپرولو نيوز ويب سائټ”دي وائر” هم بلاك كړے شوے ٶ۔

هند په نړۍ كښې د صحافت آزادي په نړيواله درجه بندۍ كښې په 180 هېوادونو كښې په 151 نمبر راغلے دے٬ مودي سركار په مقبوضه جمو و كشمير كښې خبريالان او ليكوال غلي كولو لپاره د اظهار رائے په آزادۍ په منظم ډول بندېزونه لګوي٬ په مکتوبات، انورا دھا بھسين او په کتابونو د بندېز په څېر مهم پېښې د مودي سركار د امريت عكاسي كوي۔











