په قطر د اسرائیل فضائي بريد د قبلولو نه دے ، المان

برلن۔10ستمبر (اے پي پي) المان د قطر په پايه تخت دوحه كښې د اسرائیل فضائي بريد غندنې كولو سره دا د قطر د خودمختارۍ او د سيمه ايز سالمیت خلاف ورزي او د نه قبلولو وړ ګرځولے دے ۔ د شنهوا تر مخه دا خبره د المان چانسلر فریډرک مرز تېره ورځ د قطر امير شیخ تمیم بن حمد الثاني سره په ټېلې فون وكړه۔ د المان حکومت تر مخه …

برلن۔10ستمبر (اے پي پي) المان د قطر په پايه تخت دوحه كښې د اسرائیل فضائي بريد غندنې كولو سره دا د قطر د خودمختارۍ او د سيمه ايز سالمیت خلاف ورزي او د نه قبلولو وړ ګرځولے دے ۔ د شنهوا تر مخه دا خبره د المان چانسلر فریډرک مرز تېره ورځ د قطر امير شیخ تمیم بن حمد الثاني سره په ټېلې فون وكړه۔ د المان حکومت تر مخه فریډرک مرز د قطر پايه تخت دوحه كښې د اسرائیل فضائي بريد غندنې كولو سره ووئېل د قطر په پايه تخت دوحه د اسرائیل فضائي بريد د قطر د خودمختارۍ او سيمه ايزې سلامتيا خلاف ورزي ده او دا د نه قبلولو وړ ده ۔ هغه په دې خبره هم زور راوړو چې جنګ تر ګردې منطقې نه دي خپرول پكار ۔ بیان كښې وئېلې شوي د المان حکومت د صورتحال په اړه د اسرائیل حکومت سره نزدې رابطه لري۔ جرمن خارجه وزير جوهان وډے فل هم د اسرائیل بريد د نه قبلولو وړ وګرځولو او خبردارے يې وركړو چې دې سره د یرغمال شوو د راخوشي كولو لپاره كېدونكې خبرې خطر سره مخ شوې۔ هغه په پریس بیان كښېد یرغمال شوو په خاص توګه د المان وګړو ژوند او حفاظت لپاره تشویش څرګند کړو

مزید خبریں