قطر ، د امریکې سفارتخانې خپلو وګړو ته د پناہ ځايونو كښې د پاتي كېدو امر وكړو

واشنګټن ، دوحه ۔10ستمبر (اے پي پي) په قطر كښې د امریکې سفارتخانې خپلو وګړو ته امر كړے چې هغوي سمدستي د پناہ ځايونو ته لاړ شي ۔ د العربیه تر مخه د امریکې سفارت دا امر دوحه كښې د اسرائیل فضائي بريد نه سمدستي رامخې ته شوے دے ۔ اسرائیل پخپل فضائي بريد كښې دا ځل قطر كښې د حماس قیادت په نخښه كړے دے ۔ دا قیادت جنګ …

واشنګټن ، دوحه ۔10ستمبر (اے پي پي) په قطر كښې د امریکې سفارتخانې خپلو وګړو ته امر كړے چې هغوي سمدستي د پناہ ځايونو ته لاړ شي ۔ د العربیه تر مخه د امریکې سفارت دا امر دوحه كښې د اسرائیل فضائي بريد نه سمدستي رامخې ته شوے دے ۔ اسرائیل پخپل فضائي بريد كښې دا ځل قطر كښې د حماس قیادت په نخښه كړے دے ۔ دا قیادت جنګ بندۍ لپاره د صدر ټرمپ په تازہ وړاندېز غور لپاره يو ځائے شوے ؤ چې د نهې په ماښام د حماس قیادت استوګنې په بمبارۍ كښې په نخښه کړې شوي ۔ د سفارتخانې د اړخه په سوشل میډیا پلیټ فارم ‘ایکس’ لېكلې شوي موڼږ په دوحه كښې د میزائل بريدونو رپورټس كتلي دي ۔ ځكه د امریکې سفارتخانه خپلو وكړو ته مشورہ وركوي چې هغوي په مختلف ځايونو جوړو خپلو پناہ گاهانو ته لاړ شي ۔ سفارت په دې هدایت كشې دا واضحه نه كړه چې د امرېكې وګړو له تر څو ساعته يا ورځو لپاره به په پناہ ځيونو كښې پاتي كېدل وي۔ د دې نه ښكاري چې دا پرېكړه تر بل امر راتللو شوې ده۔

مزید خبریں