کھټمنډو۔10ستمبر(اے پی پی) په نیپال كښې د ځوانانو حكومت مخالف احتجاجي مظاهرو په مهال د پخواني وزير اعظم جھلا ناتھ کھنال كور هم وسوځولے شو چې په نتيجه كښې يۍ د هغه كورودانې راجیه لکشمی چتر کاری مړه شوه۔ د ډھاکه ټریبیو د رپورټ له مخې مظاهرچيانو د پخواني وزيراعظم په كور د بريد په مهال په كور كښې د موجود وګړو بهر ته د راوتلو لارې بندې كړې او …
نیپال ، مظاهرچيانو د پخواني وزيراعظم جھلا ناتھ کھنال كور وسوځولو٬ كورودانې راجي لكشي چتر كاري مړه

مزید خبریں
کھټمنډو۔10ستمبر(اے پی پی) په نیپال كښې د ځوانانو حكومت مخالف احتجاجي مظاهرو په مهال د پخواني وزير اعظم جھلا ناتھ کھنال كور هم وسوځولے شو چې په نتيجه كښې يۍ د هغه كورودانې راجیه لکشمی چتر کاری مړه شوه۔ د ډھاکه ټریبیو د رپورټ له مخې مظاهرچيانو د پخواني وزيراعظم په كور د بريد په مهال په كور كښې د موجود وګړو بهر ته د راوتلو لارې بندې كړې او كور ته يۍ اور ولګولو۔ د پخواني وزيراعظم كورودانې راجيه لكشمي چتر كاري په اندېښمن حالت كښې کېرتی پور برن روغتون ته ورسولې شوه چرته چې هغه د درملنو په مهال مړه شوه۔ د دې د كورنۍ ذريعو د دې مرګ تصديق كړے دے بلخوا د نيپال د سركاري چارواكو لخوا په دې اړه كوم بيان تر دې دمه جاري كړے شوے نه دے۔










