د اسلامي مرستې تنظيم غونډه ٬ د قطر په پلازمينه دوحه د اسرائيلي بريد سخته غندنه

جدہ ۔10ستمبر(اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) د قطر په پلازمينه دوحه د اسئرائيلي جارحيت سخته غندنه كولو سره دا د نړيوال قانون ٬ د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړيوالو اصولو ښكاره خلاف ورزي وګرځوله۔ او آئي سي تېره ورځ په خپل بيان كښی په دوحه اسرائيلي بريد سنګينه پارونكې هڅه وګرځوله كومه چې سيمه ايزه سلامتيا او او استحكام خطرې سره مخ كوي …

جدہ ۔10ستمبر(اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) د قطر په پلازمينه دوحه د اسئرائيلي جارحيت سخته غندنه كولو سره دا د نړيوال قانون ٬ د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړيوالو اصولو ښكاره خلاف ورزي وګرځوله۔ او آئي سي تېره ورځ په خپل بيان كښی په دوحه اسرائيلي بريد سنګينه پارونكې هڅه وګرځوله كومه چې سيمه ايزه سلامتيا او او استحكام خطرې سره مخ كوي او نړيوال امن او سلامتيا ته زيان رسوي۔ اسلامي هېوادونو د قطر په خپلواكۍ ٬ سلامتيا او سيمه ايز سالميت د ښكاره اسرائيلي جارحيت غندنه كولو سره دا مسترد كړو۔ د او آئی سی عمومي سېكتر د تنظیم د چارټر، د اسلامی سرمشريزې غونډې د قراردادونو او د خارجه وزيرانو كونسل د پرېكړو په بنياد د دې خبرې پخلې وكړو چې تنظيم د كوم هم هېواد د خپلواكۍ او سلامتيا په ضد كوم هم جارحيت په قطعي توګه مسترد كوي۔ تنظيم د دې خبرې توثيق هم وكړو چې هغه د قطر لخوا د خپلې خپلواكۍ او سلامتيا تحفظ لپاره د پورته كړې ټولو ګامونو بشپر ملاتړ كوي۔ او آئی سی يو وارې بيا نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي او اسرائيل دې په منطقه كښې د خپل پرله پسې او سنګين جارحيت په ختمولو مجبور او په نړيوال قانون او اړوندو نړيوال قراردادونو د عمل كولو پابند كړي۔

مزید خبریں