کابل۔9 ستمبر(اے پی پی) د افغانستان په فراح ولايت كښې په يو كور كښې د چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 8 كسان مړه شوي دي۔ د شنهوا له مخې د صوبائي حكومت وياند عبد المالك اسامه د نهې په ورځ وئيلي دي چې دا چاؤدنه تېره ورځ د غرمې په وخت د بالابلوك اولسوالۍ په يو كور كښې وشوه۔ په حق رسېدليو كسانو كښې ښځه خاوند او …
افغانستان ٬ په كور كښې د چاؤدنې پيښه ٬ د يوې كورنۍ 8 كسان په حق ورسيدل
کابل۔9 ستمبر(اے پی پی) د افغانستان په فراح ولايت كښې په يو كور كښې د چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 8 كسان مړه شوي دي۔ د شنهوا له مخې د صوبائي حكومت وياند عبد المالك اسامه د نهې په ورځ وئيلي دي چې دا چاؤدنه تېره ورځ د غرمې په وخت د بالابلوك اولسوالۍ په يو كور كښې وشوه۔ په حق رسېدليو كسانو كښې ښځه خاوند او د هغوي بچي شامل دي۔ د پېښې علت معلومولو له پلټنې پېل كړې شوي دي۔











