استنبول۔8ستمبر (اے پي پي) د ترکیه په قطبي لويديز ولايت بالیکسیر د ساحل سره نزدې يوه د هېواد پرېښودونكو بېړۍ د کوسټ ګارډ بحري جهاز سره د ټكر په نتيجه كښې 5 غیر قانوني هېواد پړېښودونكې په حق ورسېدل، يو كس بې دركه دے او يو سخت ژوبل شو۔ د شنهوا تر مخه د بالیکسیر ګورنر آفس د اړخه جاري بیان تر مخه دا پیښه د آیوالک په ساحل هغه …
د تركيه ساحل سره نزدې بېړۍ د كوسټ ګارډ جهاز سره ټكر شوه ٬ 5 هېواد پرېښودونكې په حق ورسېدل
استنبول۔8ستمبر (اے پي پي) د ترکیه په قطبي لويديز ولايت بالیکسیر د ساحل سره نزدې يوه د هېواد پرېښودونكو بېړۍ د کوسټ ګارډ بحري جهاز سره د ټكر په نتيجه كښې 5 غیر قانوني هېواد پړېښودونكې په حق ورسېدل، يو كس بې دركه دے او يو سخت ژوبل شو۔ د شنهوا تر مخه د بالیکسیر ګورنر آفس د اړخه جاري بیان تر مخه دا پیښه د آیوالک په ساحل هغه وخت رامخې ته شوه چې كله د کوسټ ګارډ د نادرن ایجیئن ګروپ کمانډ د غیر قانوني هجرت خلاف يو آپریشن كښې بوخت وو ۔د چارواكو تر مخه يوه تند رفتاره فائبر ګلاس بېړۍ چې پكښې يو انساني اسمګلر او 34 غیر قانوني كډوال ناست وو د کوسټ ګارد يو جهاز سره ټکر شوه۔ د ټكر په نتيجه كښې په بېړۍ كښې ناست ګڼ كسان سمندر ته پرېوتل ۔بیان كښې وئېلې شوي دي 5 كسان په هغه دم په حق ورسېدل او يو ژوبل بې دركه دے ٬ دغسې د يو ژوبل حالت اندېښناك ښودلې كېږي۔











