د روسيه د اړخه د زلزله ځپليو لپاره افغانستان ته نور د مرستې سامان ولېږلې شو

ماسکو ۔8ستمبر(اے پي پي يي) روسيه د زلزله ځپليو لپاره افغانستان ته نور د مرستې سامان د انساني خواخوږۍ په بنیاد روان كړے دے۔ د تاس تر مخه د روسيه ایمرجنسي وزارت ووئېل دا مرسته د روسیه صدر ولادیمیر پیوټن په سپارښتنه او د حکومتي امر تر مخه لېږلې شوې ده ۔ د وزارت د اړخه جاري ېيان كښې وئېلې شوي ایل-76 الوتكې 20 میټرک ټنه نه زياتو خیمو او …

ماسکو ۔8ستمبر(اے پي پي يي) روسيه د زلزله ځپليو لپاره افغانستان ته نور د مرستې سامان د انساني خواخوږۍ په بنیاد روان كړے دے۔ د تاس تر مخه د روسيه ایمرجنسي وزارت ووئېل دا مرسته د روسیه صدر ولادیمیر پیوټن په سپارښتنه او د حکومتي امر تر مخه لېږلې شوې ده ۔ د وزارت د اړخه جاري ېيان كښې وئېلې شوي ایل-76 الوتكې 20 میټرک ټنه نه زياتو خیمو او کمبلو سره د جھوکوفسکي هوائي اډې نه روانه شوه ، كومې چې د ځپليو لپاره دي او د چا كورنه چې زلزلې ويجاړ كرې دي۔ ۔یاد رہے په 31 اګست د افغانستان په مشرقي سيمه، د هندوکش په غرئيزه سلسله كښې د 6.2 شدت زلزله راغلې وه ، د كومې مرکز چې د اسدآباد ښار نه 27 کلومیټره سوئېلې مغرب ته ؤ ۔ د سختو جړقونو د لاسه ګڼ كلي په مکمل توګه تباہ شوي دي ۔ د تازہ شمېرو تر مخه په دې زلزلو كښې د مړګونو شمېره 2,200 نه زياته شوې او د 3,600 نه زيات كسان ژوبل شوي دي۔