دمشق ۔8ستمبر (اے پي پي ) د سعودي د مرستې ایجنسۍ شاہ سلمان مرکز اعلې نګران ډاکټرعبداللہ العربیه دمشق كښې د سوريه خارجه وزير اسعد الشیباني سره ملاقات کړے دے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه سوريه كښې د سعودي سفیر فیصل المجفل هم ملاقات كښې موجود ؤ ۔ ملاقات كښې په سوريه كښې د سعودي عرب د انساني خواخوږۍ منصوبو جاج واغستلے شو او د راروانو ټاكنو …
د سوريه خارجه وزير د سعودي د مرستې كونكې ایجنسۍ مشر سره ملاقات، د انساني خواخوږۍ د منصوبو جاج واغستلے شو
دمشق ۔8ستمبر (اے پي پي ) د سعودي د مرستې ایجنسۍ شاہ سلمان مرکز اعلې نګران ډاکټرعبداللہ العربیه دمشق كښې د سوريه خارجه وزير اسعد الشیباني سره ملاقات کړے دے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه سوريه كښې د سعودي سفیر فیصل المجفل هم ملاقات كښې موجود ؤ ۔ ملاقات كښې په سوريه كښې د سعودي عرب د انساني خواخوږۍ منصوبو جاج واغستلے شو او د راروانو ټاكنو په اقدامات خبرې وشوې ۔ د سوريه خارجه وزير د خانه جنګۍ د ځپيلو په مرسته د مملکت او د هغوي د مرستې كونكې ایجنسۍ مننه وكړه ۔ ډاکټر العربیه د شاہ سلمان مرکز د فیلډ ډلو په كارونو كښې په سهولت وركولو د سوريه حکومت ستائنه وكړه۔











