بیجنګ 06 ستمبر (اے پي پي) چین او روس ملګرتيا، امن او پرمختيائي کمېټۍ 15مه شريكه غونډه د روس په ولادیووستوك ښار كښې وشوه۔د چین ميډيا له مخې صدر شی جن پنګ د غونډي لپاره د مباركۍ په پیغام كښې زور راوړې چې چین او روس د ملګرتيا، امن او پرمختګ كمېټۍ جوړيدو نه تر اوسه 28 كلونو كښې ملګرتيا ودي او مرستي زياتولو له د عزم سره كار …
د چین او روس اړيكې په اولسي كچه مستحکم دي ۔ د چين صدر
بیجنګ 06 ستمبر (اے پي پي) چین او روس ملګرتيا، امن او پرمختيائي کمېټۍ 15مه شريكه غونډه د روس په ولادیووستوك ښار كښې وشوه۔د چین ميډيا له مخې صدر شی جن پنګ د غونډي لپاره د مباركۍ په پیغام كښې زور راوړې چې چین او روس د ملګرتيا، امن او پرمختګ كمېټۍ جوړيدو نه تر اوسه 28 كلونو كښې ملګرتيا ودي او مرستي زياتولو له د عزم سره كار كړې او چین او روس اړيكي په مجموعی توګه لا قوي كولو له ئې خذمات ترسره كړې،د دواړو هېوادونو اړيكي په اولسي كچه قوي شوي۔ده هيله څرګنده كړه چې کمېټي دا غونډه د يوې موقع په توګه استعمالولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه اولسي تبادلو له نور هم فعاله کردار ترسره كړي او د دواړو هېوادونو اولس ترمينځه د ملګرتيا يو نوې باب وليكلې شي











