نوے ډيلے 06 ستمبر (اے پي پي) په هند كښې نزدې د 47 فيصده وزيرانو په ضد د قتل٬ د وګړو او د مېرمنو په ضد د جرائمو په څېر د سنګينو جرمونو پشمول مجرمانه مقدمې درج دي ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې دا انكشاف سياسي او انتخابي اصلاحات لپاره كار كونكې تنظيم ايسوسي ايشن فار ډيموكريټك ريفارمز ﴿ اے ډي آر﴾ خپل تازه رپورټ كښې كړے٬ دا …
هند كښې د 47 فيصده وزيرانو په ضد د قتل٬ د وګړو د تښتولو او د مېرمنو په ضد د جرمونو مقدمې درج دي٬ د اېسوسي ايشن فار ډيموكريټك ريفارمز تازه رپورټ كښې انكشاف

مزید خبریں

نوے ډيلے 06 ستمبر (اے پي پي) په هند كښې نزدې د 47 فيصده وزيرانو په ضد د قتل٬ د وګړو او د مېرمنو په ضد د جرائمو په څېر د سنګينو جرمونو پشمول مجرمانه مقدمې درج دي ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې دا انكشاف سياسي او انتخابي اصلاحات لپاره كار كونكې تنظيم ايسوسي ايشن فار ډيموكريټك ريفارمز ﴿ اے ډي آر﴾ خپل تازه رپورټ كښې كړے٬ دا رپورټ په داسې وخت كښې جاري كړے شوے چې كله مودي سركار په لوك سبھا كښې درې نوې بلونه وړاندې كوي چې پكښې د وزيراعظم، وزيراعليٰ يا وزيرانو په لويو مجرمانه مقدمو كښې د 30 ورځو زندان خوړولو نه پس د چوكۍ نه د اخوا كولو تجويز شامل دے۔

ايسوسي ايشن فار ډيموكريټك ريفارمز د هند د 27 رياستونو، د مركز په انتظام كښئ د درېو سيمو او د يونين كونسل آف منسټرز په مجموعي توګه د 643 وزيرانو د حلف نامو جاج اغستے كومو څخه چې برېښي چې د هند د 302 وزيرانو په ضد مجرمانه مقدمې درج دي او 174 وزيران د قتل او اغوا په څېر د سنګينو جرائمو په مقدمو كښې تورن دي٬ د هند د واكمن وند هندوتوا بھارتيه جنتا پارټۍ د ټولو نه په زياتو 336 وزيرانو مجرمانه او په 26 فيصده د انتهائي سنګين نوعيت مقدمې درج دي٬ د حزب اختلاف د مركزي جماعت كانګريس 61، د دي ايم 31، د ترنمول كانګريس 40 وزيران، د تيلګو ديشم پارټۍ د 23 او د عام آدمي پارټۍ د 16 وزيرانو په ضد مجرمانه مقدمې درج دي۔

د جاري رپورټ له مخې د يونين كونسل آف منسټرز په 72 كښې د 29 وزيرانو په ضد مجرمانه مقدمات درج دي۔ د اے ډي آر په رپورټ كښې د هندي وزيرانو د جائيدادونو هم تجزيه شوې ده٬ رپورټ له مخئ د هند وزيرانو مجموعي اثاثې 2 كھرب 39 ارب 29 كروړه روپۍ دي او د هېواد په 11 اسمبليو كښې ارب پتي وزيران هم وجود وي۔










