برسلز۔ 5 ستمبر (اےپي پي) د اروپا پارلمان د سعودي عرب په بحيره احمر او عرب خليج كښې په بحري امنيت كښې مهم كردار ستائېلو سره وئېلې دي سعودي عرب د شدت خوښۍ خلاف په نړيواله كچه يو رهنما هېواد دے ۔ د العربيه تر مخه اروپائي پارلمان ووئېل د سعودي حكومت بيا بيا زور راوړے چې د ڼريوال بحري تګ راتګ لپاره خپلواكي او امنيت دې باوري كړے شي۔ …
منطقه كښې د شخړو هواري له سعودي عرب قائدانه كردار لوبوي٬ اروپائي پارلمان
برسلز۔ 5 ستمبر (اےپي پي) د اروپا پارلمان د سعودي عرب په بحيره احمر او عرب خليج كښې په بحري امنيت كښې مهم كردار ستائېلو سره وئېلې دي سعودي عرب د شدت خوښۍ خلاف په نړيواله كچه يو رهنما هېواد دے ۔ د العربيه تر مخه اروپائي پارلمان ووئېل د سعودي حكومت بيا بيا زور راوړے چې د ڼريوال بحري تګ راتګ لپاره خپلواكي او امنيت دې باوري كړے شي۔ دې لپاره د اسټرېټجك بحريي لارو او مواصلاتي لارو ته پام لرنه پكار ده٬ د نړۍ نزدې 90 فيصده تجارت په دې لارو كېږي ۔ ځكه د امنيت چېلنجونه په نړيواله كچه اهميت لري ۔ سعودي عرب د جديد ټېكنالوجۍ او د وسائلو په كارولو د دغې مقابله كوي۔ سعودي عرب د بحيره احمر په ژۍ پروت دے كومه چې په نړيواله كچه يوه مهمه لاره ده۔ ځكه هېواد بحري څانګې او د هغې اسټرېټجك امنيت ته خاص پام ګرځولے دے۔ رياض په نړيوتال اتحاد كښې شامل دے كوم چې د تجارتي بېړيو حفاظت ٬ په خپلواكه توګه د تګ راتګ او د نړيوال تجارت تحفظ لپاره كار كوي ۔











