غزہ د يرې ، هجرت او جنازو ښار ګرځېدلے ، ملګري ملتونه

ملګري ملتونه05 ستمبر (اے پي پي ) د ملګرو ملتونو ذیلې ادارې یونیسیف يو اعلیٰ عهدیدار ټیس انګرام خبردارے وركړے چې غزہ د يرې، هجرت او قبرستان شکل اختیار كړے دے ۔ د شنهوا تر مخه د یونیسیف مينځني ختيز و شمالي افریقه د ریجنل آفس کمیونیکیشن منیجر، ټیس انګرام د ملګرو ملتونو هیډکوارټر نیو یارک كښې د ویډیو لنک د لارې بریفنګ وركولو كښې ووئېل غزہ كښې ژوند تېرول …

ملګري ملتونه05 ستمبر (اے پي پي ) د ملګرو ملتونو ذیلې ادارې یونیسیف يو اعلیٰ عهدیدار ټیس انګرام خبردارے وركړے چې غزہ د يرې، هجرت او قبرستان شکل اختیار كړے دے ۔ د شنهوا تر مخه د یونیسیف مينځني ختيز و شمالي افریقه د ریجنل آفس کمیونیکیشن منیجر، ټیس انګرام د ملګرو ملتونو هیډکوارټر نیو یارک كښې د ویډیو لنک د لارې بریفنګ وركولو كښې ووئېل غزہ كښې ژوند تېرول د كوچنيانو لپاره ناممکن كېږي ۔ هغه ووئېل دا به يوه تصور نه لرونكې پیښه وي او مونږ له د دغې مخ نيوي له هر ممکن هلې ځلې پكار دي ۔ هغه ووئېل په تېرو 9 ورځو كښې هغه د داسې څو كورنيو سره ليده كاته كړي څوك چې د وړاندې نه بې كوره شوي وو او اوس يو ځل بيا د خپل ځان بچ كولو لپاره د هر څه نه غېر راغلي دي ۔ هغوي په بدن بس جامې لرلې۔ هغه ووئېل ما داسې ماشومان وليدل څوك چې په زغل او اړي ګړي كښې د خپل مو و پلار نه جلا شوي ۔ مئيندې د چا بچي چې د لوږې نه مړه شوي ۔هغه ووئېل په غزہ كښې د یونیسیف تر سېوري لاندې 92 كښې يوازې 44 غذائي مراکز کار كوي ، چې ورسره په زرګونو ماشومانو ته د قحط خلاف مرستې ورسولو له هلې ځلې شدید متاثر كېږي ۔هغه په واضحه ټكو ووئېل د فلسطینانو ژوند ټکړې ټکړې کوي او د ماشومانو حالت يو اتفاق نه بلکې د هغه پالیسیو نتیجه ده ٬ كومو چې غزہ په يو داسې مقام بدله كړه چرته چې خلق له هرې خوا د بريدونو سره مخ دي۔