الېكشن كمېشن پنجاب كښې د سختو بارانونو او سېلاب له امله د قامي اسمبلۍ 5 او صوبائي اسمبلۍ 4 حلقو كښې كېدونكې ضمني ټاكنې وځنډولې

اسلام آباد 04 ستمبر(اے پی پی) الېكشن كمېشن پنجاب كښې د سختو بارانونو او سېلاب له امله د قامي اسمبلۍ 5 او د صوبائي اسمبلۍ پنجاب 4 حلقو كښې كېدونكې ضمني ټاكنې ځندولې دي۔د الېكشن كمېشن لخوا جاري شوي نوټيفكيشن له مخې د پنجاب څخه د قامي اسمبلۍ حلقه اين اے 66 وزير آباد٬ اين اے 129 لاهور كښې 18 ستمبر ٬اين اے 96 فيصل آباد ٬ اين اے 104 …

اسلام آباد 04 ستمبر(اے پی پی) الېكشن كمېشن پنجاب كښې د سختو بارانونو او سېلاب له امله د قامي اسمبلۍ 5 او د صوبائي اسمبلۍ پنجاب 4 حلقو كښې كېدونكې ضمني ټاكنې ځندولې دي۔د الېكشن كمېشن لخوا جاري شوي نوټيفكيشن له مخې د پنجاب څخه د قامي اسمبلۍ حلقه اين اے 66 وزير آباد٬ اين اے 129 لاهور كښې 18 ستمبر ٬اين اے 96 فيصل آباد ٬ اين اے 104 فيصل آباد٬ اين اے 143 ساهيوال كښې 5 اكتوبر٬ پي پي 73 سرګودها٬ پي پي 98 فيصل آباد٬ پي پي 203 ساهيوال كښې 5 اكتوبر او پي پي 87 ميانوالي كښې په 18 ستمبر كېدونكې ضمني ټاكنې ځنډولې دي۔كمېشن ګرځولې چې پنجاب كښې په لويه پیمانه سېلابي صورتحال٬ د بارانونو زيان له امله ضمني ټاكنو لپاره عمله٬امنيت پشمول نورې آسانۍ ترلاسه كيدل ممكن نه دي۔سېلاب څخه انفراسټركچر هم ځپلے شوے٬د رائے وركوونكو تګ راتګ له امله ټاكنې كول ممكن نه دي۔

مزید خبریں