پېنډي 04 ستمبر(اے پی پی) د تركيې فضائيه كمانډر جنرل ضياﺀ كمال كادي اوغلو د پاكستان سركاري دورې په مهال جوائنټ سټاف هيډكوارټرز پېنډۍ كښې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل شمشاد مرزا سره ملاقات كړے ۔د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال دواړو لارښودو په پيشه وره چارو تفصيلي خبرې كړي٬په خاص توګه بدل شوي نړيوال او سيمه ايز جيو سټريټجك ماحول٬شريك سټريټجك …
د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل شمشاد مرزا سره د تركيې فضائيه كمانډر جنرل ضياﺀ كمال كادي اوغلو ملاقات
پېنډي 04 ستمبر(اے پی پی) د تركيې فضائيه كمانډر جنرل ضياﺀ كمال كادي اوغلو د پاكستان سركاري دورې په مهال جوائنټ سټاف هيډكوارټرز پېنډۍ كښې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل شمشاد مرزا سره ملاقات كړے ۔د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال دواړو لارښودو په پيشه وره چارو تفصيلي خبرې كړي٬په خاص توګه بدل شوي نړيوال او سيمه ايز جيو سټريټجك ماحول٬شريك سټريټجك ترجيحات او په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره د دوه اړخيزه مرستې په اهميت زور راوړلے شو ۔دواړو لارښودو آزمائېلې شوې سټريټجك ملګرتيا لا تينګولو او دفاعي او امنيتي مرسته زياتولو له د عزم پخلے وكړو۔خاص شخصيت د پاك پوځ پيشه وره معيار٬د ترهه ګرۍ په ضد كاميابۍ او قربانيو سره سره په منطقه كښې امن او استحكام لپاره روانې هڅې وستائېلې۔د دې څخه وړاندې جوائنټ سټاف هيډكوارټرز ته په راتګ د درېو واړو وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې خاص مېلما ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔










