بيجنګ 04 ستمبر(اے پی پی)پاكستان او چين د كركيلې٬اليكټرك وهيكلز٬شمسي توان٬روغتيا٬كيميكل وپيټرو كيميكل٬آئرن او سټيل پشمول بېلو څانګو كښې د مرستې ودې او سرمايه كارۍ لپاره د 4.2 ارب ډالر 21 ] مفاهمت په يادښتونو لاس ليك كړے او وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين سرمايه كارو ته په پاكستان كښې د خاص اقتصادي زونز پشمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره وئېلي دي پاكستان چين بي …
د پاكستان او چين ترمينځه بېلو څانګو كښې د مرستې او سرمايه كارۍ لپاره د مفاهمت په 21 يادښتونو لاس ليك٬ د مفاهمت په يادښتونو به د عملدرآمد دواړو هېوادونو اقتصادي پرمختګ لپاره لانګ مارچ كيږي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف
بيجنګ 04 ستمبر(اے پی پی)پاكستان او چين د كركيلې٬اليكټرك وهيكلز٬شمسي توان٬روغتيا٬كيميكل وپيټرو كيميكل٬آئرن او سټيل پشمول بېلو څانګو كښې د مرستې ودې او سرمايه كارۍ لپاره د 4.2 ارب ډالر 21 ] مفاهمت په يادښتونو لاس ليك كړے او وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين سرمايه كارو ته په پاكستان كښې د خاص اقتصادي زونز پشمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره وئېلي دي پاكستان چين بي ټي بي كنفرنس او د مفاهمت په يادښتونو به د عملدرآمد لپاره د دواړو هېوادونو اقتصادي پرمختګ لپاره لانګ مارچ كيږي٬دا لانګ مارچ به پاكستان په يو داسې ماحول بدل كړي چرته به چې د اربونو ډالرو سرمايه كاري اوشي٬ د ګټور روزګار په لاكهونو موقعې راپېدا شي٬ جي ډي پي به پرمختګ وكړي او معيشت به لا قوي شي٬پاكستان چين څخه د سي پېك دوهم پړاؤ كښې مرسته غواړي٬د چين پرمختګ زمونږ لپاره رول ماډول دے٬د چين سرمايه كارو مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي٬د چين صنعتونه پاكستان ته منتقلۍ څخه به ارزان ليبر پشمول نورې آسانۍ ترلاسه شي٬پاكستان كښې به د چين وروڼو په امنيت كومه سمجهوته ونه كړې شي۔د زيارت په ورځ پاكستان چين بي ټي بي سرمايه كارۍ كنفرنس په موقع د مفاهمت په يادښتونو او جوائنټ وينچرز لاس ليك وكړو ۔په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار٬اړوند وفاقي وزيران او نوموړې پاكستاني او د چين كمپنيو استازي په لويه شمېره موجود وو۔د 1.54 ارب ډالر جوائنټ وينچرز هائي ټيك٬كركيلې٬ميډيكل او صحت٬كيميكل پويټرو كيميكل٬آئرن سټيل و تانبې٬شمسي توان٬اليكټرك وهيكلز څانګو په اړه د كمپنيو استازو د مفاهمت په يادښتونو او جوائنټ وينچرز لاس ليك وكړو ۔د بي ټي بي سرمايه كارۍ كنفرنس ته خطاب كولو په مهال وزيراعظم ووئيل دا زما لپاره د خوشحالۍ سبب دے چې زه ډېر د اهميت وړ چينائي كاروباري ادارو ته مخاطب يم٬ما د خپل ژوند تر ټولو لويې كنفرنس كښې ګډون وكړو٬ د پاكستان او چين ورورولي د هماليه نه پورته او د سمندرو نه ژوره او د فولادو نه مضبوطه او د شاتو نه خوږه ده د كومې چې په تاريخ كښې كوم مثال نه ترلاسه كېږي٬زمونږ دا ورورولي د ديانتدارۍ٬شريك احترام او يو بل سره په هره خوشحالۍ او سخت وخت كښې د مرستې په بنياد قائم ده۔وزيراعظم ووئيل چين د پاكستان مخلص٬رېښتونې دوست دے كوم چې په هر سخت وخت كښې د پاكستان سره ولاړ وي٬زلزله وي يا سېلاب چې كوم ډول چين پاكستان سره ولاړ دے داسې د كوم بل هېواد مثال نه ترلاسه كېږي۔وزيراعظم ووئيل زه د زړه نه وائيم چې زمونږ د دواړو عظيمو هېوادونو ترمينځه اسلاف چې كومې اړيكې جوړې كړی وې٬هغه په تندۍ سره مخ په وړاندې روانې دي او دا به نورې هم مخ په وړاندې بوځو٬ ده ووئېل په كال 2015 كښې چين او پاكستان د سي پیك په لوظ نامه لاس ليك وكړو او زما يو خوږ ورورو د چين صدر شي جن پنګ د پاكستان دوره وكړه او زما مشر ورور وزيراعظم محمد نواز شريف سره يې د سي پیك په لوظ نامه لاس ليك وكړو او د دغې په نتيجه كښې د چين كمپنو د 35 ارب ډالر سرمايه كاري په پاكستان كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل د چين سرمايه كارۍ څخه 22 ٬ 22 ساعته لوډشيډنګ ختم شو او په كال 2018 كښې پاكستان د توان ضروريات كښې خود انحصاري وموندله ٬صنعتونه بحال شو٬كركيله بحال شوه٬د انفراسټركچر لويې پروژې٬روډ نيټ ورك٬اورنج لائن لاهور٬ډيمز او نورې ډېرې پروژې پېل شوې او د پاكستان معيشت ته پرمختګ ترلاسه شو۔وزيراعظم ووئيل خو د بده مرغه دا لړۍ اودرېده خو نن يوازې دا پروژه بحال شوه بلكې دوه اړخيزه باور٬شريك احترام كښې اضافه وشوه كوم چې د وخت ضرورت دے۔وزيراعظم ووئيل نن مونږ سي پېك 2.0 پیل كوو٬دا سي پېك 2.0 په بي ټي بي سرمايه كارۍ مشتمل دے۔وزيراعظم ووئيل د كركيلې څانګه د پاكستان په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري او زمونږ د معيشت 60 فيصده انحصار په كركيله دے ٬د چين سرمايه كارو او كاروباري شخصيات ته بلنه وركوم چې د خپلو تجربو٬مهارتونو او سرمايه كاري د پاكستان په زرعي څانګه ولګوي او كركيلې ته وده وركړي كومې څخه چې به دواړو هېوادونو ته ګټه ورسي٬ ده ووئېل چين هغه څيزونه پاكستان څخه درآمد كولې شي كوم چې د نورو هېوادونو نه كوي۔وزيراعظم ووئيل انفارمېشن ټېكنالوجي(آئي ټي)او مصنوعي ذهانت(اے آئي)يو مهمه صلاحيت لرونكې څانګه ده چې پكښې چين په نړيواله كچه تر ټولو وړاندې دے٬كانونه كنستل او معدنيات د شريكې مرستې يوه بله مهمه صلاحيت لرونكې څانګه ده۔وزيراعظم ووئيل خاص اقتصادي زونز د سي پېك 2.0 بنيادي ستن ده كومه چې د چين سرمايه كارو لپاره زړه راښوكنكې موقعې وركوي٬ چين د ټيكسټائل٬څرمن او د نورو څانګو صنعتونه پاكستان ته منتقل كولې شي او د پاكستان افرادي قوت څخه استفاده كولې شي كوم چې د نورو هېوادونو په مقابل كښې په كم لګښت ترلاسه كيږي۔ د چين سرمايه كار د تهرډ هېوادونو په مقابل كښې پاكستان كښې د دې آسانيو څخه استفاده كولو سره خپله ګټه زياتولې شي۔وزيراعظم ووئيل زه د چين په سرمايه كارو زور راوړم چې هغوي راوړاندې شي او دې موقعو څخه ګټه پورته كړي۔وزيراعظم ووئيل چپه بيجنګ كښې پاكستاني وزيران او د توان او انفارمېشن٬ټېكنالوجۍ٬كامرس او ټولو څانګو چارواكي موجود دي كوم به چې چينائي سرمايه كارو ته آسانۍ وركوي۔وزيراعظم ووئيل د دوي موجودګي د دې خبرې غمازي ده چې پاكستان د چين پشان عظيم دوست هېواد سره اقتصادي اړيكو ته كوم قدر اهميت وركوي او هم دا وجه ده چې د چيف ايګزيكټو آف پاكستان په توګه او د پاكستان وزيراعظم په توګه زه دلته موجود يم۔ده ووئيل كه چرې زمونږ معيشت مضبوط شو نو دواړه هېوادونه به لا قوي شي۔ده ووئيل الحمدلله د پاكستان معيشت اوس مستحكم دے او اقتصادي اشاريې د سباؤن مثبت پيشرفت نشاندهي كوي۔وزيراعظم ووئيل د چين صدر شي جن پنګ د پاكستان سره د مرستې ذاتي عزم په سبب دا ممكن شوې او اوس مونږ د اقتصادي پرمختګ په دوړ كښې د چين په مرسته د نورو هېوادونو مقابلې لپاره چمتو يو۔وزيراعظم ښكاره كړه چې د چين وروڼو او خوئېندو پاكستان كښې امنيت زمونږ وړومبې ترجيح ده ٬راځۍ مخ په وړاندې لاړ شو او معاشي منظرنامه بدله كړو او د چين او پاكستان اولس پرمختګ او خوشحالۍ لپاره په ګډه كار وكړو۔محمد شهباز شريف ووئيل د چين وروڼو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لپاره آسانۍ وركولو كښې به كوم ډول تاخير برداشت نه كړے شي كولې۔په دې موقع ده دوه درې اوونۍ مخكښې د چینائي ډلې په وېنا پیښه مسئله په 24 ساعتو كښې د حل کولو مثال وركړو ۔ ده ووئېل اسلام آباد كښې چینائي ګروپ په ملاقات كښې ووئېل مونږ د ځينو مسائلو سره مخ يوو په دغه ما د کابینې غړو ته امر وكړو چې په 24 ساعتو كښې دا مسئله حل كړئ او هغه مسئله حل کړې شوه او هم دا وجه ده چې زه تاسو ټولو ته باور دركوم چې پاکستان داسې ستاسو دويم كور دے لكه څنګه چې چین زمونږ دويم كور دے ، وړاندې راشئ او د جائنټ وینچر سرمایه کاري وکړې ، ټول وزارتونه، ادارې او محکمې به د چین سرمایه کارو سره په زړه پورې مرسته كوي او زر به مونږ د چین او پاکستان سرمایه کارۍ د لارې يوازې يو نه بلکې د يو نه زيات خاص اقتصادي زونز جوړ كړو ۔ وزیراعظم ووئېل دا زمونږ خوب دے او مونږ به دا خوب په لوظنامو د عملدرآمد د لارې پورا کوو ، سي پیک 2.0 ته زه پام لرنه كوم ۔ وزیراعظم ووئېل چین په 15 كاله كښې د نړۍ دويم لويې معیشت جوړ شوے او د نړۍ تر ټولو ښه عسکري قوت دے او دا په محنت، محنت او بس به محنت ممکن شوې او مونږ د چین ماډول د لارې پاکستان بدلول غواړو ۔ وزیراعظم ووئېل د چین صدر شي جن پنګ په مشرۍ كښې چین چې كوم پرمختګ كړے د دې مثال نه موندلے كېږي، چین 700 ملین خلق د غربت نه خلاص كړي او نه يوازې خپلو خلقو ته يې روزګار وركړے بلکې د نړۍ په زرګونو خلقو ته د روزګار وړاندېز كوي او د خوشحالۍ په لور روان دے ، نن مونږ له د تجربو نه د استفادې كولو او صنعتي ترقۍ پلو د تللو وخت دے او پاکستان به يو ورځ په متحرک معیشت بدل شي ۔ کانفرنس ته اختتامي خبرو كښې وزیراعظم ووئېل د سرمایه کارو تر مينځه د مفاہمتي یاداښتونو تبادله خوش آئند ده ، په ماضي كښې هم داسې دستورې شوي دي خو په ډېره خوارۍ او هلو حلو دا ممکن شوې ده ٬ پاکستان كښې د چین سفیر، د چین حکومت او د چین لويو کاروباري شخصیات دا ممکن كړې ده ،د مفاہمت یادداښتونو څڅه به د دواړو هېوادونو تر مينځه مرسته وده ومومي ، ده ووئېل د 1.5 ارب ډالر به جوائنټ وینچرز د پاکستان او د چین کمپنیو د اړخه لاس ليكونه شوي دي ،مفاهمتي یاداښتونه په لوظنامو بدلول او په هغې عمل درامد يو چیلنج دے، دې لپاره به په ګډه كار كول وي ،چین كښې د پاکستان سفیر او د چین پاکستان كښې سفیر او زمونږ وفاقي وزيرانو له به د چین عهدېدارو سره د کار کولو ضرورت د ے،یقین لرو چې موڼږ به اهداف سر كړو، ده ووئېل د کاروباري وروروليو مختلف خانګو كښې مرسته د ستائنې جوګه ده ،وزیراعظم ووئېل بي ټو بي کانفرنس د پاکستان په ترقۍ كښې به سنګ میل ثابت شي ، زه تاسو ته باور دركوم زه به د اقتصادي ترقۍ لپاره د اهداف سر كولو لپاره په ځان شپه ورځ يوه كړم ، دې لپاره به سخت محنت کول وي او دې سره به پاکستان او چین هغه رول ماډلو جوړ شي د كوم به چې نور هېوادونه هم پیروي کوي ۔










