اسلام آباد۔4 ستمبر (اے پي پي )د خېبر پښتونخوا ګورنر خیبرپختونخوا فیصل کریم کنډي وئېلې دي پاکستان كښې د ټیلنټ او وسائلو هيڅ کمے نشته ، ضرورت د دې امر دے چې مونږ خپل صلاحیتونه د مقصد سره ، خیالات د عمل سره او تګلاره د اتحاد سره يو كړو ، د معیشت د استحکام او د خوشحالۍ ذمه واري د حکومت سره سره د کاروباري طبقې هم ده ۔ …
د معیشت استحکام او د خوشحالۍ ذمه واري د حکومت سره سره د کاروباري طبقې هم ده ، ګورنر فیصل کریم کنډي
اسلام آباد۔4 ستمبر (اے پي پي )د خېبر پښتونخوا ګورنر خیبرپختونخوا فیصل کریم کنډي وئېلې دي پاکستان كښې د ټیلنټ او وسائلو هيڅ کمے نشته ، ضرورت د دې امر دے چې مونږ خپل صلاحیتونه د مقصد سره ، خیالات د عمل سره او تګلاره د اتحاد سره يو كړو ، د معیشت د استحکام او د خوشحالۍ ذمه واري د حکومت سره سره د کاروباري طبقې هم ده ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ سرینه هوټل اسلام آباد كښې د سی او کلب تر سېوري لاندې د یونین ډویلپرز سي اي او سمټ او سي اي او ایس 100 د کتاب مخ كتنې ته وكړه ۔ دستوره كښې د سي اي او کلب پاکستان اعجاز نثار او نورو کاروباري شخصیات ګډون وكړو۔ په دې موقع په غوره کارکردګۍ سي اي اوز ته ایوارډز هم وركړے شول ۔ ګورنر ووئېل د نن دا سمټ يوازې يوه دستوره نه ده بلکې د دې خبرې اعلان دے چې په پاکستان كښې نوے قیادت رامخې ته كېدو له چمتو دے كوم چې ایماندار، متحد او د هېواد د پرمخختګ پلو روانولو له عزم لري ۔ ده ووئېل سي اي اوز او سرمایه کار يوازې د معیشت لوبغاړي نه دي بلکې د رائے عامه لارښود دي څوك چې كلتور يو خوا ته كوي او جدت وړاندې بيائي ۔










