بیجنګ ۔04ستمبر (اے پي پي)وزیراعظم محمد شهباز شریف د چین سرکاري دورہ تر سره كولو نه پس خپل وطن ته راروان شو ۔ د بیجنګ په کیپیټل انټرنیشنل ایئرپورټ د پیپلز پولیټیکل کنسلټیټو کانفرنس د بیجنګ میونسپل کمیټي غړي هین زیرونګ، په چین كښې د پاکستان سفیر خلیل هاشمي او سفارتي عملې وزیراعظم ته په مخه ښه اووې ۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بیان تر مخه د …
وزیراعظم محمد شهباز شریف د چین سرکاري دورہ تر سره کولو نه پس هېواد ته راروان شو
بیجنګ ۔04ستمبر (اے پي پي)وزیراعظم محمد شهباز شریف د چین سرکاري دورہ تر سره كولو نه پس خپل وطن ته راروان شو ۔ د بیجنګ په کیپیټل انټرنیشنل ایئرپورټ د پیپلز پولیټیکل کنسلټیټو کانفرنس د بیجنګ میونسپل کمیټي غړي هین زیرونګ، په چین كښې د پاکستان سفیر خلیل هاشمي او سفارتي عملې وزیراعظم ته په مخه ښه اووې ۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بیان تر مخه د چین دورې په مهال وزیراعظم په تیانجن كښې د شنګھائي مرستې تنظیم د مملكت مشرانو 25 ومه غونډه او د شنګھائي مرستې تنظیم پلس غونډه كښې ګدون وكړو ۔ وزیراعظم د فاشزم خلاف د نړيوال جنګ 80 مه سالګرې په دستورو كښې هم ګډون وكړو ۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د خپل قیام په مهال د چین صدر او وزیراعظم بشمول د روس، ایران، ترکیه، آذربائیجان او د تاجکستان صدور سره دوه اړخيزه ملاقاتونه وكړل چې پكښې د شرېكې خوښې په چارو او په سيمه ايزې مرستې خبرې وشوې ۔وزیراعظم په بیجنګ كښې د دويم پاک-چین بزنس ټو بزنس کانفرنس كښې هم ګډون وكړو چرته چې د دواړو هېوادونو کاروباري و د سرمایه کارو شخصياتو سره د تجارتي اړيكو په وده د خیالاتو څرګندونه وشوه ۔










