پینډي04 ستمبر(اے پی پی) د جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټی چیئرمین جنرل ساحر شمشاد مرزا د قطر سركاري دورہ كړې چرته چې هغه د هائر ملټري کوآپریشن کمیټی(ايچ ايم سي سي) په دوهمه غونډه كښې ګډون كړے۔د آئي ایس پی آر لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې موقع ده دنائب وزیراعظم و د دفاعي چارو وزیر مملکت شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن بن علی الثاني او د …
د جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټی چیئرمین جنرل ساحر شمشاد مرزا د قطر دورہ، د هائر ملټری کوآپریشن کمیټۍ غونډه كښې ګډون۔ آئي ایس پی آر
پینډي04 ستمبر(اے پی پی) د جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټی چیئرمین جنرل ساحر شمشاد مرزا د قطر سركاري دورہ كړې چرته چې هغه د هائر ملټري کوآپریشن کمیټی(ايچ ايم سي سي) په دوهمه غونډه كښې ګډون كړے۔د آئي ایس پی آر لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې موقع ده دنائب وزیراعظم و د دفاعي چارو وزیر مملکت شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن بن علی الثاني او د قطر آرمډ فورسز چیف آف سټاف لیفټیننټ جنرل (پائلټ)جاسم محمد احمد المانال سره ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د سيمې ايزې سلامتيا په بدل شوي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې او سيمه ايز او په نړيواله كچه د امن او استحكام ودې لپاره د شريك عزم پخلے وكړے شو ۔ د جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټی چیئرمین دواړو وروڼو هېوادونو تاريخې اړيكې رامخې ته كړې او هائر ملټري کوآپریشن کمیټی له مخې د دفاع او سلامتيا په څانګو كښې سباؤن كښې د مرستې په بېلو اړخونو يې خبرې وكړې ۔د قطر سول او عسکری قیادت په منطقه كښې امن و استحکام باوري كولو كښې د پاكستان كليدي او ذمه وار كردار وستائېلو او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان آرمي د پیشه وره صلاحيتونو او د قربانو ستائنه يې وكړه ۔ د دې څخه وړاندې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن د قطر آرمډ فورسز هيډكوارټرز ته په رسېدو يوې چټك ډلې ده ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو









