د بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د کنټری ریپرزنټیټو پرنیلے آئرن سائیډ په مشرۍ كښې د يونيسف پلاوي ملاقات

اسلام آباد 04 ستمبر(اے پی پی) د بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د کنټری ریپرزنټیټو پرنیلے آئرن سائیډ په مشرۍ كښې د يونيسف پلاوي د زيارت په ورځ د بشري حقونو وزارت په دفتر كښې ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال په پكستان كښې د ماشومانو د حقونو ودې او د دوي د تحفظ په اړه مرسته لا مستحكم كولو جامع خبرې وشوې۔د وزارت څخه جاري شوي …

اسلام آباد 04 ستمبر(اے پی پی) د بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د کنټری ریپرزنټیټو پرنیلے آئرن سائیډ په مشرۍ كښې د يونيسف پلاوي د زيارت په ورځ د بشري حقونو وزارت په دفتر كښې ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال په پكستان كښې د ماشومانو د حقونو ودې او د دوي د تحفظ په اړه مرسته لا مستحكم كولو جامع خبرې وشوې۔د وزارت څخه جاري شوي پرېس ريليز له مخې وفاقي وزير د يونيسف پلاوي هركلي كولو سره دا هيله څرګنده كړه چې د آئرن سائيډ پاكستان كښې قيام په زړه پورې او ګټور به ثابت شي۔ده د دې امر پخلے وكړو جې د پاكستان حكومت د ماشومانو حقونو ودې او د دوي لپاره محفوظ د روزنې ماحول وركولو لپاره عزم لري۔په مهمو موضوعات كښې په ماشومانو د تشدد مخ نيوي اقدامات او د يونيسف په همكارۍ يو ګڼ اړخيز ورك پلان جوړول شامل وو دغسې چې ماشومان د هر ډول تشدد او استحصال څخه محفوظ وساتلے شي۔پرنيلے آئرن سائيډ د پاكستان حكومت اوسني اقدامات په خاص توګه چائلډ ميريج ريسټرينټ ايكټ او نور اصلاحاتي پالېسۍ وستائېلې كومې چې د ماشومانو تحفظ لپاره اختيار كړې شوي ۔ده باور وركړو چې يونيسف د ماشومانو د حقونو ودې او د تحفظ نظام لا موثره كولو لپاره به خپله بشپړه مرسته روانه ساتي۔د ملاقات په اختتام ډلو په دې امر اتفاق وكړو چې شريكې همكارۍ او نزدې هم غږۍ د لارې به اهداف سر كولې شي دغسې چې د ماشومانو خېرښېګړی او تحفظ لپاره كوټلے او موثر پېشرفت باوري كړے شي

مزید خبریں