اين ډي ايم اے د افغانستان زلزله ځپلو لپاره 105 ټن د مرستې سامان ولېږلو

اسلام آباد 04 ستمبر(اے پی پی)د وزيراعظم محمد شهباز شريف په هدايت د پاكستان لخوا اين ډي ايم اے د افغانستان زلزله ځپلو لپاره 105 ټن د مرستې سامان لېږلے دے۔د اين ډي ايم اے ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په افغانستان كښې په 31 اګست 2025 د شپې راغلې زلزلې په نتيجه كښې 1400 كسان په حق رسېدلې دې۔د اين ډي ايم اے لخوا د افغانستان …

اسلام آباد 04 ستمبر(اے پی پی)د وزيراعظم محمد شهباز شريف په هدايت د پاكستان لخوا اين ډي ايم اے د افغانستان زلزله ځپلو لپاره 105 ټن د مرستې سامان لېږلے دے۔د اين ډي ايم اے ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په افغانستان كښې په 31 اګست 2025 د شپې راغلې زلزلې په نتيجه كښې 1400 كسان په حق رسېدلې دې۔د اين ډي ايم اے لخوا د افغانستان زلزله ځپلو لپاره 105 ټن د مرستې سامان لېږلے شوے ۔د مرستې په سامان كښې راشن بيګز٬خيمې٬كمبلې٬درۍ او داروګان شامل دي۔د مرستې سامان 40 فټ كنټينرز د 5 ټركونو د لارې طورخم بارډر څخه افغانستان ته رسولې شوي ۔سامان د ستمبر په 3مه نيټه په اسلام آباد كښې د اين ډي ايم اے ويئر هاؤس څخه روان كړے شوے او د ستمبر په 4مه نيټه په طورخم بارډر افغان چارواكو ته وسپارلے شو ۔ د سامان سپارلو په دستوره كښې خاص مېلمه وفاقي وزير امير مقام٬د پاكستان قونصل جنرل پاكستان جلال آباد قونصليټ شفقت الله او د افغانستان كونسل جنرل پیښور قونصليټ حافظ محب الله شاكر هم په دې موقع موجود وو۔د اين ډي ايم اے افسرانو پشمول د افغان حكومت نمائندګان او په پاكستان كښې د افغانستان سفارت عهديدار هم موجود وو۔دغسې افغان سفارت په وخت د مرستې سامان په لېږلو مننه وكړه۔

مزید خبریں