بیجنګ ۔4ستمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د وزيراعظم شهباز شريف د چين اوسنۍ دوره زياته مهمه ګرځولو سره وئيلي دي دې سره پاك چين اړيكې ځانګړو بامونو ته رسيدلې دي۔ د دويم پاک چین بی ټو بی انوسټمنټ کنفرنس پرانستې غونډې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې حكومت د سی پېک 2.0 پرمختګ ته …
د وزیراعظم د چين دورې سره پاك چين اړيكې ځانګړو بامونو ته رسيدلې دي: عطاﺀ تارړ
بیجنګ ۔4ستمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د وزيراعظم شهباز شريف د چين اوسنۍ دوره زياته مهمه ګرځولو سره وئيلي دي دې سره پاك چين اړيكې ځانګړو بامونو ته رسيدلې دي۔ د دويم پاک چین بی ټو بی انوسټمنټ کنفرنس پرانستې غونډې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې حكومت د سی پېک 2.0 پرمختګ ته تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي۔ ده په ډاګه كړه چې د سي پېك د دويم پړاؤ محور بی ټو بی همكاري ٬ په پاكستان كښې صنعتي پرمختګ ٬ سيمه ايز تړون زياتول او د قراقرم هائی وے (کے کے اېچ) بيا جوړول او پراخه كول دي۔ وفاقی وزیر په مصنوعي وېركتيا د اډانه لرونكې پرمختګ په اهميت هم زور راوړو۔ ده ووئيل وزيراعظم د چين د صدر احترام كوي ٬ د چين دورې په مهال چينائي مشرتابه سره په زړه پورې چاپېريال كښې ملاقاتونه شوي دي۔ ده ووئيل نړۍ وليدل چې پاك چين سټرېټجک پارټنرشپ د غر په څير مضبوط دے۔ وفاقي وزير د چین سوشل میډیا انفلوئنسرز ته بلنه وركړه چې هغوي د پاكستان كلتور ، د آئی ټی څانګې او د سېلګرۍ پراخه امكانات له نزدې څخه اوويني او دا وځلوي ۔ ده اعلان وكړو چې د پاكستان د ځوانانو يو پلاوې به ډېر زر د چين دوره وكړي دغسې چې د نوو نسلونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې كړې شي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې سوشل ميډيا او د ميډيا په څانګو كښې به مرستې ته وده وركولې شي دغسې چې د دواړو هېوادونو د ځوانانو انفلوئنسرز ترمينځه تړون لا قوي شي۔ عطاء تارړ ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه دوه اړخيزه تجارت تندۍ سره وده مومي٬ پاكستاني صنعتكار چينائي ماركيټ ته لاس رسنه لرلو كښې خوښي لري٬ دغسې چينائي كاروباري ادارې په پاكستان كښې موقعې لټوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ماركيټونه يو بل لپاره پرانستې دي۔ ده ووئيل د ګډې منصوبو ٬ سرمايه كارۍ او بزنس ټو بزنس تړون د لارې مونږ خپل مينځه مرستې نوې بامونو ته رسولې شوو










