غزہ كښې روان اسرائیلي يرغل 21 زره ماشومان معذوره كړل ، د ملګرو ملتونو د معذورانو كمېټۍ انکشاف

ملګري ملتونه ۔4ستمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو انکشاف کړے دے چې اسرائیلي پوځ 21 زره ته نزدې ماشومان په اوسني جنګ كښې معذوره كړې دي او 40500 ماشومان ژوبل شوي دي ۔ د العربیه تر مخه د ملګرو ماتونو د معذورانو لپاره کمیټۍ خپل راپور كښې وئېلې دي د اسرائیلي پوځ د جنګي کارروائیو نه وړاندې د سيمې نه فلسطینیانو كورنيو د وتلو خبرې په عامه توګه خلقو ته …

ملګري ملتونه ۔4ستمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو انکشاف کړے دے چې اسرائیلي پوځ 21 زره ته نزدې ماشومان په اوسني جنګ كښې معذوره كړې دي او 40500 ماشومان ژوبل شوي دي ۔ د العربیه تر مخه د ملګرو ماتونو د معذورانو لپاره کمیټۍ خپل راپور كښې وئېلې دي د اسرائیلي پوځ د جنګي کارروائیو نه وړاندې د سيمې نه فلسطینیانو كورنيو د وتلو خبرې په عامه توګه خلقو ته رسېږي او د دغې يوه وجه ناڅاپي د وتلو وئېل وي ۔راپور تر مخه د معذورۍ ښكار شوي فلسطینیان دغسې د وتلو په موقع په جبر په كډه كولو مجبورولې شي ۔ كوم چې دوي نور غیر محفوظه كوي او د دوي لپاره د سپكاوي سبب جوړېږي ۔د راپور تر مخه دا فلسطینیان معذوره وګړي په رغړېدو د وتلو په وخت ليدلې شوي دي او هغوي په شګه او خټه تېرېدو ته مجبور وي ۔دغسې د ملګرو متونو کمیټۍ په غزہ كښې په انساني بنیادونو د وركرې كېدونكې مرستې په لاره كښې د خنډانو ذکر کولو سره ووئېل د لوږۍ او قحط نه علاوہ د داروګانو د سخت قلت په سبب هم ډېر عام فلسطینیان او ماشومان معذوره كېږي ۔