د وزيراعظم شهباز شريف د چين د صنعت او آئي ټي وزير لي ليچينګ سره ملاقات ٬ د سي پيک فیز II په شوي پيشرفت د اطمينان څرګندونه

بیجنګ۔4 ستمبر(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف چین۔پاکستان اقتصادي راهداري د پاكستان د سماجي او اقتصادي پرمختګ مركزي ستن ګرځولو سره د سي پېک فېز II په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه كړې ده۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د زيارت په ورځ د چين د صنعت او انفارمېشن ټېكنالوجي وزير لي ليچينګ سره ملاقات وكړو۔ وزیراعظم چین سره …

بیجنګ۔4 ستمبر(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف چین۔پاکستان اقتصادي راهداري د پاكستان د سماجي او اقتصادي پرمختګ مركزي ستن ګرځولو سره د سي پېک فېز II په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه كړې ده۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د زيارت په ورځ د چين د صنعت او انفارمېشن ټېكنالوجي وزير لي ليچينګ سره ملاقات وكړو۔ وزیراعظم چین سره د صنعت، زراعت، تجارت، انفارمېشن اېنډ کمیونېکېشن ټېکنالوجي ، کان کنۍ او د معدنيات په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ ده چین-پاکستان اقتصادي راهداري د پاکستان د سماجي او اقتصادی پرمختګ مركزي ستن ګرځولو سره په سي پېک فیز II په پرله پسې پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د وزیراعظم شهباز شريف د اصلاحاتي ايجنډې ستائنه كولو سره د چين وزير لی لیچینګ په دې خبره زور راوړو چين پاكستان خپل كلك ملګرے او تلپاتې تزويراتي همكار ګڼي۔ ده پاكستان سره دوه اړخيزه اړيكې د مرستې او همكارۍ نوو بامونو ته رسولو له د چين د كلك لوظ پخلے هم وكړو ۔

مزید خبریں