ملتان۔4 ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د سېلاب ځپلو د سمدستي مرستې هدايت كولو سره وئيلي دي په روان سخت وخت كښی به ټولو له سياست څخه پرته د سېلاب ځپلو مرسته كول وي۔ د سېنېټ سېکرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن یوسف رضا ګیلانی د خپلې حلقې شتمندو ته غږ وكړو چې هغوي د خېر ښېګړې ادارو سره په ګډه بې كوره شوو ځپلو …
ټولو له به له سياست څخه پرته د سيلاب ځپلو مرسته كول وي : د سينيټ چيئرمين
ملتان۔4 ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د سېلاب ځپلو د سمدستي مرستې هدايت كولو سره وئيلي دي په روان سخت وخت كښی به ټولو له سياست څخه پرته د سېلاب ځپلو مرسته كول وي۔ د سېنېټ سېکرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن یوسف رضا ګیلانی د خپلې حلقې شتمندو ته غږ وكړو چې هغوي د خېر ښېګړې ادارو سره په ګډه بې كوره شوو ځپلو لپاره د خوراك څښاك څيزونو باوري كولو كښې مرسته وكړي۔ د ده وېنا وه چې مونږ ټول د سياسي ګوندونو سره په ګډه سېلاب ځپلو لپاره كار كوو۔ ده ووئيل د ميډيا په شمول هغه ټولې ادارې د ستائې وړ دي كومې چې د وګړو او د هغوي د ډنګرو محفوظ ځايونو ته منتقل كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ یوسف رضا ګیلانی ووئيل پاكستان او په خاص توګه ملتان دا مهال سخت پړاؤ څخه تېرېږي٬ د اوبو كچه پرله پسې زياتېږي۔ ده ځپلو ته غږ وكړو چې هغوي خپل ځان بچ كولو له كورونه خالي كړي او محفوظو ځايونو ته لاړ شي۔ ده د انتظامیې، کمشنر، ډپټی کمشنر، سول ډیفنس، ریسکیو 1122، میډیا او فلاحي تنظيمونو ستائنه وكړه كوم چې شپه او ورځ د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره هڅې كوي










