د ملګرو ملتونو په پاكستان كښې د سيلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد څرګندونه

ملګري ملتونه ۔4 ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش په پاكستان كښې په روان تباهي خپرونكي سېلابي صورتحال د افسوس څرګندونه كړې ده د كوم په نتيجه كښې چې 400 څخه زيات كسان مړه او نزدې 15 لكه ځپلې شوي دي۔ د عمومي سېكتر د وياند سټېفېن دوجارك له مخې دا سېلاب د مون سون بارانونو له امله راغلے چې ورسره موسمياتي بدلون لا سنګين شوے …

ملګري ملتونه ۔4 ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش په پاكستان كښې په روان تباهي خپرونكي سېلابي صورتحال د افسوس څرګندونه كړې ده د كوم په نتيجه كښې چې 400 څخه زيات كسان مړه او نزدې 15 لكه ځپلې شوي دي۔ د عمومي سېكتر د وياند سټېفېن دوجارك له مخې دا سېلاب د مون سون بارانونو له امله راغلے چې ورسره موسمياتي بدلون لا سنګين شوے دے۔ ددې قدرتي آفت د لاسه 3,000 څخه زيات كورونو ٬ 400 څخه زياتو سكولونو او د روغتيا نزدې 40 مركزونو ته زيان رسېدلے دے۔ دې سره سره د لكھونو په شمېر وګړي فوري بشري مرستې ته محتاج شوي دي۔ عمومي سېكتر د پاكستاني حكومت د مرستې هڅې په زړه پورې ګرځولو سره 10 لكه څخه د زياتو كسانو محفوظ ځايونو ته په رسولو د حكومتي اقداماتو ستائنه وكړه۔ ده د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي ٬ د ژوبل شوو روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونې او پاكستاني حكومت او اولس سره د يو والي پخلې وكړو۔