وزيراعظم شهباز شريف سرفراز احمد بګټي سره ټېلي فوني تماس٬ په كوئټه كښې په بمي چاٶدنه كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه

بيجنګ 03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په کوئټه كښې د چاٶدنې له امله په شوي قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونې كولو سره وئيلي دي په سياسي جلسه بريد په بلوچستان كښې د ترهګرو لخوا د اړي ګړي خپرولو د ناوړه سازش واضحه ثبوت دے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان وزيراعليٰ سرفراز …

بيجنګ 03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په کوئټه كښې د چاٶدنې له امله په شوي قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونې كولو سره وئيلي دي په سياسي جلسه بريد په بلوچستان كښې د ترهګرو لخوا د اړي ګړي خپرولو د ناوړه سازش واضحه ثبوت دے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان وزيراعليٰ سرفراز احمد بګټي سره د ټېلي فوني تماس د لارې په كوئټه كښې په سياسي جلسه كښې په چاٶدنه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د چاٶدنې په نتيجه كښې د قېمتي ځانونو په ضياع د غم رازۍ كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه ۔ هغه په چاٶدنه كښې د ملوث ترهګر انجام ته رسولو او هغوي ته سزا وركولو لپاره د عزم څرګندونې كولو سره ووئيل په سياسي جلسه بريد په بلوچستان كښې د ترهګرو لخوا د اړي ګړي خپرولو د ناوړه سازش واضحه ثبوت دے۔ ده واضحه كړه چې ترهګر د بلوچستان امن او پرمختګ دښمنان دي۔ وزيراعظم د ترهګرۍ لعنت تر بشپړه خاتمې د جنګ جاري ساتلو د عزم سره په بې ګناه وګړو د بزدلانه بريد په سختو ټكو غندنه وكړه۔

مزید خبریں