المان كښې سږ كال په اګست مياشت كشې د پناه اغستلو درخواستونو كښې ښكاره كمے راغلو

برلن۔ 3 ستمبر ( اےپي پي) په المان كښې سږ كال د اګست مياشت كښې د پناه درخواستونو وركولو كښې د تېر كال دې مودې په مقابل كښې نزدې 60 كمے راغلے دے۔ د اردو نيوز تر مخه د كورنيو چارو وزير الېګزنډر ډوبرنډت ووئېل دا شمېره د دې خبرې ثبوت دے چې زمونږ د پناه وركولو په پاليسۍ كښې د شوو بدلونونو ښې نتيجې رامخې ته كېږي۔ هغه ووئېل …

برلن۔ 3 ستمبر ( اےپي پي) په المان كښې سږ كال د اګست مياشت كښې د پناه درخواستونو وركولو كښې د تېر كال دې مودې په مقابل كښې نزدې 60 كمے راغلے دے۔ د اردو نيوز تر مخه د كورنيو چارو وزير الېګزنډر ډوبرنډت ووئېل دا شمېره د دې خبرې ثبوت دے چې زمونږ د پناه وركولو په پاليسۍ كښې د شوو بدلونونو ښې نتيجې رامخې ته كېږي۔ هغه ووئېل اوس سياسي پام لرنه په اروپائي كچه د پناه وركونكې نظام شريك ته كول دي چې نظام به لا سختول وي ٬ دغسې جې په اروپا د هجرت فشار كم كړے شي۔ د المان داخله وزارت نه جاري بيان تر مخه دا كمے هغه وخت رامخې ته شوے چې كله د المان حكومت د چانسلر فريډرك ميرټز په مشرۍ كشې د كډوالو راتګ محدود كولو لپاره اقدامات پېل شوي۔ فريډرك به مئ مياشت كښې چوكۍ سنبهال كړې وه۔ د چانسلر فرېډرګ ميرټز په دور كښې سرحدي كنټرول سخت كړے شوے او په جرمونو كښې ككړ څه كسان افغانستان ته د لېږلو لړۍ هم پېل شوې ده۔حكومت د څه مهاجرينو لپاره د كورنيو په بيا ملاپ بندېز لګولے دے او د المان شهريت تر لاسه كولو قوانين لا سخت كولو منصوبه يې جوړه كړې ده۔ دا شمېره د هغې رحجان تسلسل دے كوم چې د 2025 په تېرو مياشتو كښې كتلے شوے ؤ٬ په جولائي 2025 كښې په المان كښې 8 زره 223 درخواستونه تر لاسه شوي وو او په جولائي 2024 كښې دا شمېره 18 زره 503 وه۔ په وفاقي كچه د كډوالو او پناه وركولو دفتر تر مخه سږ كال په وړومبو 7 مياشتو كښې ټول 70 زره 11 د پنا اغستو درخواستونه راغلي وو او تېر كال په دې موده كښې شمېره 1 لاكهه 40 زره 783 وه۔

مزید خبریں