نړۍ له به په موسمياتي بدلون قابو موندلو له پاكستان سره اودريدل وي٬ قام د ماحولياتي تباهۍ زيات زيان پورته كوي: صدر مملكت آصف علي زرداري

اسلام آباد۔3 ستمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداري وئيلي دي د موسمياتي بدلونونو له امله پاكستان نوو چېلنجونو سره مخ دے ٬ د لارې نه اخوا شوي دريابونه او بې موسمه بارانونه په منطقه كښې د غذائي بحران لويې خطرې ګرځېدلي٬ نړۍ له به په موسمياتي بدلونونو قابو موندلو له پاكستان سره اودرېدل وي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري شوي بيان …

اسلام آباد۔3 ستمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداري وئيلي دي د موسمياتي بدلونونو له امله پاكستان نوو چېلنجونو سره مخ دے ٬ د لارې نه اخوا شوي دريابونه او بې موسمه بارانونه په منطقه كښې د غذائي بحران لويې خطرې ګرځېدلي٬ نړۍ له به په موسمياتي بدلونونو قابو موندلو له پاكستان سره اودرېدل وي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه صدر مملكت آصف علي زرداري د ټېلفوني تماس د لارې د پنجاب ګورنر سردارسليم حېدر څخه په صوبه كښې په روان سېلابي صورتحال د بريفنګ اغستو په مهال وكړه۔ صدر مملکت ووئيل پاكستان په ماحولياتي بدلون كښې هېڅ كردار نه لري ولې بياهم زمونږ قام د دې لويې زيان ادا كوي۔ صدر مملكت ووئيل نړۍ له به په موسمياتي بدلون قابو موندلو له پاكستان سره اودريدل وي۔ صدر مملكت ووئيل اولس به په دې سخت وخت كښې يوازې نه پرېږدؤ۔ صدر مملکت آصف علي زرداري ته د پنجاب ګورنر په صوبه كښې د سېلاب صورتحال په اړه ووئيل مونږ لرې پرتو سيمو كښې اولس ته د ځان رسولو سره دا وايوو چې په دې سخت وخت كښې ستاسو سره ولاړ يوو۔ د پنجاب ګورنر ووئيل پاکستان هلال احمر د خدمت دائره د لاهور، حافظ آباد، قصور، مظفرګړھ، راجن پور، نارووال او منډی بهاؤ الدین په شمول نزدې د صوبې هرې سيمې ته پراخه كړې ده۔ ګورنر ووئيل په كرتار پور كښې واټر ټریټمنټ پلانټ لګولې شي

مزید خبریں