اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي پاكستان كښې د لكهونو په شمېر ماشومان اوس هم د سكولونو نه بهر دي او د دوي سباٶن خوندي كول قامي ترجيح ده۔ دا خبره ده د ملګرو ملتونو تعليمي، سائنسي او كلتوري ادارې (يونيسکو) مشر فواد پاشايف سره په ملاقات كښې كړې چا چې دوي سره د شورو په …
د سکولونو نه د بهر پاكستانو ماشومانو سباٶن خوندي كول قامي پام لرنه ده۔ د ډاکټر خالد مقبول صديقي د يونيسکو مشر سره ملاقات كښې خبرې
اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي پاكستان كښې د لكهونو په شمېر ماشومان اوس هم د سكولونو نه بهر دي او د دوي سباٶن خوندي كول قامي ترجيح ده۔ دا خبره ده د ملګرو ملتونو تعليمي، سائنسي او كلتوري ادارې (يونيسکو) مشر فواد پاشايف سره په ملاقات كښې كړې چا چې دوي سره د شورو په ورځ ليدلي دي ۔ په دې موقع د تعليم سيکرټري تعليم نديم محبوب او د وزارت جوائنټ سيکرټري هم موجود ٶ۔ په ملاقات كښې په پاكستان كښې د يونيسکو په روانو منصوبو غور وشو په خاص توګه د تعليم، كلتور او د سماجي پرمختګ په څانګو غور وشو۔ په دې موقع په مهمو مسئلو هم خبرې وشوې چې پكښې د سكولونو نه د بهر ماشومانو په خاص توګه د جينكو په مسئله٬ زرعي او د سماجي علومو په حواله چېلنجز شامل وو۔










