د ايس پي ايس قوانين د برآمدي نظام د ملا تير دے۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسين

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د فوډ سيكورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي د زرعي غله جات په نړيوال تجارت كښې سينيټري او فائيټو سينيټري (اېس پي اېس) په قوانين عملدرآمد بنيادي اصول دي، دا قوانين يوازې يو رسمي كاروائي نه ده بلكې زمونږ د درامدي نظام د ملا تير دے٬ غذائي تحفظ، اولسي صحت او ماحولياتي نظام بائيو سکيورټي باوري كوي۔ د شورو …

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د فوډ سيكورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي د زرعي غله جات په نړيوال تجارت كښې سينيټري او فائيټو سينيټري (اېس پي اېس) په قوانين عملدرآمد بنيادي اصول دي، دا قوانين يوازې يو رسمي كاروائي نه ده بلكې زمونږ د درامدي نظام د ملا تير دے٬ غذائي تحفظ، اولسي صحت او ماحولياتي نظام بائيو سکيورټي باوري كوي۔ د شورو په ورځ د نېشنل فوډ سيكورټي اېنډ ريسرچ وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د وفاقي وزير په هدايات عمل كولو سره د تحفظِ نباتات محکمې (ډي پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت له مخې وريژې، جوار، کينو او د آم د برآمدات په څانګو كښې د اېس پي اېس قواعدو له مخئ سخت اقدامات شوي۔ د آم په اوسني سيزن كښې يو شمېر اصلاحات شوي٬ چې پكښې په برامدي مركزونو د عملې تعيناتي، د معتبرو پي اېس آئي کمپنو شموليت، سي سي ټي وي کيمرے لګول، بېك اينډ مانيټرنګ، په فائيټو سينيټري سرټيفکيټ د ګاډي نمبر او د چېسز نمبر اندراج، د عملې عكسونو سره د کنسائمنټ تصديق او د عملےې بدلېدل شامل دي٬ دا اقدامات د حكومت د سپېځلې او معتبر سرټيفيکيشن سسټم د عزم عکاسي كوي۔

مزید خبریں