چین افغانستان له د زلزله ځپلو لپاره مرسته وركړه

کابل03 ستمبر(اے پي پي ) افغانستان كښې د چین سفارت ناظم الامور باؤ شوهوئي د افغانستان د نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټي د انتظامیه جنرل ډائرېكټر محمد عالم علمیار سره ملاقات وكړو او د زلزله ځپلو لپاره يې د چین سفارت ، چینائي ادارو او د سمندر پورې چائنیز ایسوسي ایشن لخوا نغده مرسته او سامان هغه ته وسپارلو ۔ د شنهوا تر مخه د چین ناظم الامور باؤ شوہوئي تېره …

کابل03 ستمبر(اے پي پي ) افغانستان كښې د چین سفارت ناظم الامور باؤ شوهوئي د افغانستان د نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټي د انتظامیه جنرل ډائرېكټر محمد عالم علمیار سره ملاقات وكړو او د زلزله ځپلو لپاره يې د چین سفارت ، چینائي ادارو او د سمندر پورې چائنیز ایسوسي ایشن لخوا نغده مرسته او سامان هغه ته وسپارلو ۔ د شنهوا تر مخه د چین ناظم الامور باؤ شوہوئي تېره ورځ د ملاقات په مهال ووئېل د افغانستان کنړ ولايت او نورو كښې د اوسنې زلزلې څخه ځاني او مالي زيان نقصان شوے په كوم چې د چين حكومت او اولس ډېر دړد مند شوي۔ هغه ووئېل د چین سفارت، ادارو او افغانستان كښې د چين مېشته وګړو ایسوسي ایشن په سمدستي توګه د مرستې پېسې او سامان جمع كړو دغسې چې د ځپلو مرسته وكړې شي ۔ په دې موقع د افغانستان د نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټي جنرل ډائریکټر محمد عالم علمیار په نغده مرسته وركولو د چین مننه وكړه او افغانستان كښې د زلزلې د لاسه په شوې تباهۍ او د مرستې په هلو ځلو يې بریفنګ وركړو ۔ هغه ووئېل په مشکل وخت كښې پكار راتلونكے دوست بس رښتونے دوست وي ۔ هغه ووئېل افغان اولس، د چینائي اولس دوستۍ ته د قدر په سترګو ګوري او دا مرسته به په بشپر توګه د آفات ځپلو بحالۍ او بيا رغونې لپاره كاروو ۔

مزید خبریں