د فلسطين مسئلې د عادلانه حل څخه پرته منطقه كښې تلپاتې امن نشي راتللے : سعودي عربستان

ریاض ۔3 ستمبر(اے پی پی) د سعودي عربستان ولي عهد او وزيراعظم شهزادہ بن سلمان په مشرۍ كښې د كابينې غونډه وشوه په كومه كښې چې د سعودي عربستان او د ايطاليه د خارجه وزيرانو د ګډې بيان اهميت په ډاګه كړے شو۔ د العربیه اردو له مخې په بيان كښې په منځني ختيز كښې د عادلانه ٬ محفوظ او بشپړ امن عزم تكرار كړے شو او په غزه كښې …

ریاض ۔3 ستمبر(اے پی پی) د سعودي عربستان ولي عهد او وزيراعظم شهزادہ بن سلمان په مشرۍ كښې د كابينې غونډه وشوه په كومه كښې چې د سعودي عربستان او د ايطاليه د خارجه وزيرانو د ګډې بيان اهميت په ډاګه كړے شو۔ د العربیه اردو له مخې په بيان كښې په منځني ختيز كښې د عادلانه ٬ محفوظ او بشپړ امن عزم تكرار كړے شو او په غزه كښې د جنګ بندۍ غږ وكړے شو۔ کابینې دوه رياستي حل ته د زيان رسوونكو اقدامات غندنه وكړه۔ كابينې د مقبوضه فلسطين سيمو په صورتحال غور وكړو۔ غونډه كښې دا خبره رامخې ته كړې شوه چې سعودي عربستان نړيوالې ورورولۍ سره په رابطه كښې دے دغسې چې په غزه كښې انساني الميه ختمه كړې شي او د نړيوالو ادارو په مرسته د مرستې سامان غزه ته ورسولې شي۔ ولی عهد شهزادہ بن سلمان کابینه د روسيې صدر پيوټن پېغام او د فلسطيني اتھارټي نائب صدر حسېن الشيخ سره د خپل ملاقات تفصيلات څخه هم خبر كړه۔