واشنګټن 03 ستمبر (اے پي پي) امريکائي جمهوررئيس ډونلډ ټرمپ ادعا كړې ده چې د امريكا ځواك وېنزوېلا څخه راروانه د مخدره توكو كشتۍ په نخښه كړې چې په نتيجه كښې ئې 11 قاچاقبر وژلې شوې دي خو پوهان دا د امريكا او وېنزوېلا ترمېنځه په تاٶ تريخوالي كښې اضافه ګرځوي۔ د اے اېف پي له مخې ټرمپ په سپينه ماڼۍ كښې ميډيا ته ووئيل چې امريكائي ځواكونو يوه كشتۍ …
د وینزویلا د مخدره توکو په كشتۍ د امریکائي پوځ په برید كښې 11 کسان ووژل شول

مزید خبریں
واشنګټن 03 ستمبر (اے پي پي) امريکائي جمهوررئيس ډونلډ ټرمپ ادعا كړې ده چې د امريكا ځواك وېنزوېلا څخه راروانه د مخدره توكو كشتۍ په نخښه كړې چې په نتيجه كښې ئې 11 قاچاقبر وژلې شوې دي خو پوهان دا د امريكا او وېنزوېلا ترمېنځه په تاٶ تريخوالي كښې اضافه ګرځوي۔ د اے اېف پي له مخې ټرمپ په سپينه ماڼۍ كښې ميډيا ته ووئيل چې امريكائي ځواكونو يوه كشتۍ په نخښه كړې چې پكښې زيات مخدره توكې وو٬ خو په دې لړ كښې ميډيا ته نور تفصيلات وړاندې نه كړې شول۔ د دې نه وروسته ده په ټروتھ سوشل د دې بريد تفصيل او وېډيو شېئر كړه۔ ډونلډ ټرمپ په سوشل ميډيا جاري ويډيو كښې يو اسپيډ بوټ ښودلې چې پكښې يو شمېر كسان ناست ٶ او بيا د چاٶدنې په سبب كشتۍ ړنګه شوه۔ د يادونې وړ ده چې امريكا د وېنزوېلا صدر نکولس مادورو په ضد فشار زياتولو سره د ھغه ګرفتارۍ لپاره انعام د 25 ملين ډالرو نه زياتولو سره 50 ملين ډالره كړې۔ په تېره اوونۍ كښې وېنزوېلا ملګرو ملتونو څخه مطالبه كړې وه چې د امريكا پوځي تعيناتي دې ختم كړې شي او نکولس مادورو وئيلي چې كه بريد وشو نو مونږ د هېواد دفاع لپاره وسله والو هڅو له چمتو يوو۔







