دارفور۔2ستمبر(اے پی پی) په سوډان كښې د لينډ سلائيډنګ په نتيجه كښې يو كلے د كاڼو او خاورې لاندې ګېر شوے چې په نتيجه كښې يۍ 1000 څخه د زياتو كسانو په حق رسېدو اطلاع ترلاسه شوې ده۔ رائټرز د سوډان لبرېشن موومنټ آرمی حواله وركولو سره وئيلي دي چې د لوئيديز سوډان په مَرہ نومې غرئيزه سيمه كښې د بارانونو په نتيجه كښې د لېنډ سلائيډنګ دا پېښه رامخې …
په سوډان كښې د لينډ سلائيډنګ پيښه ٬ 1000 څخه زيات كسان مړه
دارفور۔2ستمبر(اے پی پی) په سوډان كښې د لينډ سلائيډنګ په نتيجه كښې يو كلے د كاڼو او خاورې لاندې ګېر شوے چې په نتيجه كښې يۍ 1000 څخه د زياتو كسانو په حق رسېدو اطلاع ترلاسه شوې ده۔ رائټرز د سوډان لبرېشن موومنټ آرمی حواله وركولو سره وئيلي دي چې د لوئيديز سوډان په مَرہ نومې غرئيزه سيمه كښې د بارانونو په نتيجه كښې د لېنډ سلائيډنګ دا پېښه رامخې ته شوه او د غر په لمن كښې آباد يو كلے غر څخه د راغړېدونكو كاڼو لاندې ګېر شو۔ د رپورټ له مخې د څو ورځو زيات باران څخه وروستو په 31 اګست په ياده شوې پېښه 1000 كسان په حق رسېدلي دي۔ د سوډان چارواكو ملګرو ملتونو او د مرستې نړيوالو ادارو ته اپيل كړې دې چې هغوي دې د ملبې لاندې ګېر كسانو په كومو كښې چې مېرمنې او كوچنيان شامل دي راويستلو كښې مرسته وكړي۔ د بيان له مخې كلے بېخي هوار شوے دے ۔ د رپورټ له مخې دا مهال د شمالي دارفور په پلازمينه الفاشر كښی د سوډاني پوځ او رېپډ فورسز تر مينځه سخته جھګړا روانه ده۔(









