اسرائیل ته د ځواب نه وركولو تحفظ وركوونكې هيوادونه دې خپلو پاليسو ته بيا كتنه وكړي: د پاكستاني استازي د سلامتي كونسل ته خطاب

ملګري ملتونه ۔28 اګست(اے پي پي) پاكستان وئيلي دي هغه هېوادونه كوم چې اسرائيل ته د خپلو جرمونو ځواب كولو څخه تحفظ وركوي او په غزه كښې د امن او سلامتيا بحالۍ له كارروايۍ كولو څخه د سلامتي كونسل لاره نيسي هغوي دې په جدي توګه خپلو پالېسو ته بيا كتنه وكړي د كومو په نتيجه كښې چې په فلسطين كښې عام وګړي وژلې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د …

ملګري ملتونه ۔28 اګست(اے پي پي) پاكستان وئيلي دي هغه هېوادونه كوم چې اسرائيل ته د خپلو جرمونو ځواب كولو څخه تحفظ وركوي او په غزه كښې د امن او سلامتيا بحالۍ له كارروايۍ كولو څخه د سلامتي كونسل لاره نيسي هغوي دې په جدي توګه خپلو پالېسو ته بيا كتنه وكړي د كومو په نتيجه كښې چې په فلسطين كښې عام وګړي وژلې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د 15 كسيز سلامتي كونسل غونډه كښې ووئيل د قابض قوت ملاتړ كوؤنكو له به په خپله رويه غور كول او د خپلو پالېسو د نتيجې په بشپړه توګه جاج اغستل وي٬ كه دا د اسرائيل مرسته نه ده نو نور څه دي؟ ده ووئيل كونسل له به اوس خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي دغسې چې نړيوال امن او سلامتيا باوري كړې شي۔ سفیر عاصم افتخار په دې وروستيو كښې د اسلامي مرستې تنظيم د منظور كړي قرارداد حواله وركړه په كوم كښې چې سلامتي كونسل څخه غوښتنه شوې چې هغه د چېپټر VII لاندې د اسرائيلي جارحيت او قابضو ځواكونو خلاف ورزۍ بندولو لپاره ګانونه واخلي ۔ ده ووئيل په غزه كښې تر دې دمه 62 زره څخه زيات كسان شهيدان شوي دي په كومو كښې چې زياتره مېرمنې او كوچنيان دي٬ د دې جواز څوك څنګه وركولې شي؟ ده ووئيل د اسرائيل پوځي كارروائي او په غزه ښار بشپړه قبضه يوه بله انساني الميه ده چې له امله يۍ نور يو ملين وګړي بې كوره كېدې شي۔ د ملګرو ملتونو د مرستې چارو دوهم کوآرډینېټر جوائس مسویا د غونډې په پېل كښې کونسل ته ووئيل په 22 اګست انټیګرېټډ فوډ سکیورټی فېز کلاسیفکېشن فیمین ریویو کمېټۍ تصديق كړے چې په غزه كښې قحط پېل شوے ۔ ده ووئيل دا مهال 5 لكه څخه زيات كسان قحط ٬ بې وزلۍ او د مرګ خطرې سره مخ دي او په يو څو اوونيو كښې دا شمېره 6 لکه 40 زره ته رسېدې شي۔ 132,000 كوچنيان چې عمرونه يۍ 5 كلونو څخه كم دي د خوراك سخت كمي سره مخ دي۔ د ناروغه او پۍ وركوؤنكو مېرمنو شمېره 55,000 ته رسېدلې ده كومې چې سخت صورتحال سره مخ دي۔ ده ووئيل دا تباهي په قصد سره رامخې ته كولې شي۔ په خپل خطاب كښې عاصم افتخار غوښتنه وكړه چې سلامتي كونسل دې فوري ٬ مستقل او غېر مشروط جنګ بندي اعلان كړي٬ غزه ته په رسېدونكې مرسته دې ټول بندېزونه ختم كړي٬ د ټولو يرغمل شوو وګړو خوشې كېدل دې باوري كړي٬په غزه ښار د اسرائيل د قبضې منصوبه دې مسترد كړي او په مغربي غاړه او مشرقي بېت المقدس كښې جبرې بې دخلي دې ختمې كړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې تلپاتي امن لپاره داسې يوه سياسي لاره ضروري ده چې ورسره د كال 1967 څخه په وړاندې پولو يو آزاد او خپلواكه فلسطين رياست جوړ كړے شي د كوم پلازمينه چې القدس الشريف وي۔ ده وويئل تاريخ به د روانې مسئلې حل كولو كښې څوك معاف نه كړي٬ تاريخ به زمونږ بې عملي كله هم هېره نه كړي۔ ده ووئيل سلامتي كونسل له به د چارټر له مخې ګام پورته كول وي

مزید خبریں