لندن ۔28اګست (اے پي پي ) برطانیه كښې خبريالانو د لندن په مينځنۍ سيمه كښې د غزہ خپلو ملګرو سره د يووالي څرګندونه كړې ده ، د كومې پس منظر چې د روانې اوونۍ په پېل كښې د اسرائیلي پوځ دوه فضائي بريدونه دي چې پكښې 5 خبريالان وژلې شوي وو۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ایف پي تر مخه د برطانیه نیشنل یونین آف جرنلسټس غړو د وزیرِاعظم …
برطانیه كښې د خبريالانو د غزہ ملګرو سره يو والي څرګندولو لپاره مظاهرہ وكړه

مزید خبریں
لندن ۔28اګست (اے پي پي ) برطانیه كښې خبريالانو د لندن په مينځنۍ سيمه كښې د غزہ خپلو ملګرو سره د يووالي څرګندونه كړې ده ، د كومې پس منظر چې د روانې اوونۍ په پېل كښې د اسرائیلي پوځ دوه فضائي بريدونه دي چې پكښې 5 خبريالان وژلې شوي وو۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ایف پي تر مخه د برطانیه نیشنل یونین آف جرنلسټس غړو د وزیرِاعظم کئیر سټارمر استوګنه او دفتر ډاؤننګ اسټریټ نه بهر احتجاج وكړو ۔ هغوي غوښتنه وكړه چې د میډیا ورکرز تحفظ لپاره دې مؤثر اقدامات وكړے شي او د دغې بريدونو ذمه وار دې جواب وركوونكې وګرځولې شي ۔ د مظاهرې نه پس ګډون كوونكو يو یادګاري دستوره وكړه ، چې پكښې د 200 نه زياتو خبريالانو نامې په اوچت غږ ولوستلې شوې ، څوګ چې د صحافت نګرانه تنظیمونو تر مخه د 7 اکتوبر 2023 نه پس د اسرائیل پوځي کارروائیو په مهال غزہ كښې وژلې شوي دي ۔









