رياض۔ 27 اګست (اےپي پي) متحده عرب امارات كښې د جمعې په ورځ په 5 ستمبر د باره ربيع الاول د عامې رخصتۍ اعلان شوے دے ۔ د اردو نيوز تر مخه اتهارټي ټولو وزارتونو او وفاقي ادارو ته په دې حقله سركلر جاري كړے دے۔ چې پكښې وئېلې شوي د منظور شوو سركاري رخصتيو تر مخه په 5 سمتمبر به د مولد النبي ۖ په موقعه عامه رخصتي وي۔ …
متحده عرب امارات په باره ربيع الاول سركاري او شخصي ادارو كښې د رخصتۍ اعلان وكړو

مزید خبریں
رياض۔ 27 اګست (اےپي پي) متحده عرب امارات كښې د جمعې په ورځ په 5 ستمبر د باره ربيع الاول د عامې رخصتۍ اعلان شوے دے ۔ د اردو نيوز تر مخه اتهارټي ټولو وزارتونو او وفاقي ادارو ته په دې حقله سركلر جاري كړے دے۔ چې پكښې وئېلې شوي د منظور شوو سركاري رخصتيو تر مخه په 5 سمتمبر به د مولد النبي ۖ په موقعه عامه رخصتي وي۔ د امارت مشرتابه ٬ حكومت او اولس سره عرب او اسلامي نړۍ له هم مباركي وركړې شوې ده۔ د بشري وسائلو وزارت او اېمرېټائزېشن وېنا ده د نجي سېكټر ملازمينو لپاره هم به په 5 ستمبر د باقاعده تخواه سره رخصتي وي۔ ياد دې وي امارات په كال 2024 كښې د سركاري او شخصي څانګې لپاره د رخصتيو شېډول منظوري وركړې وه۔ په دغه كښې د وړوكي اختر او د غټ اختر سره د يوم عرفه٬ د نوي هجري كال ٬ د 12 ربيع الاول ٬ د امارت د قامي ورځې او د نوي كال رخصتي شامله ده









