د ملګرو ملتونو د پاكستان سيلاب ځپلو لپاره د 6 لكه ډالرو مرستې اعلان

نيويارك 26 اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو د پاکستان په بېلا بېلو سيمو كښې په دې وروستيو كښې د سختو بارانونو او سېلاب ځپليو مرستې لپاره په ابتدائي توګه د 6 لكه ډالرو مرسته جاري كړې ده۔ دا خبره د ملګرو ملتونو وياند ټيفن دوجارك په نيويارك كښې د پرېس بريفنګ په مهال كړې۔ ده ووئيل چې د مرستې د كارروائيو مشري پاكستاني چارواكي كوي او ملګري ملتونه او …

نيويارك 26 اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو د پاکستان په بېلا بېلو سيمو كښې په دې وروستيو كښې د سختو بارانونو او سېلاب ځپليو مرستې لپاره په ابتدائي توګه د 6 لكه ډالرو مرسته جاري كړې ده۔ دا خبره د ملګرو ملتونو وياند ټيفن دوجارك په نيويارك كښې د پرېس بريفنګ په مهال كړې۔ ده ووئيل چې د مرستې د كارروائيو مشري پاكستاني چارواكي كوي او ملګري ملتونه او د دې ځايي شراكتدار ئې مرسته كوي۔ د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تر اوسه 798 كسان مړه او 1000 نه زيات ژوبل شوې دي٬ د سېلاب له امله د 20 زره نه زيات كسان بې كوره شوي دي او په ځپليو سيمو كښې د اساسي څيزونو سخت كمې دے۔ د ملګرو ملتونو د بشري مرستې له مخې ځپلي په سمدستي توګه استوګنې٬ طبي سهولتونو٬ د څښلو اوبو٬ كېش٬ تعليمي معاونت او په خاص توګه د مېرمنو او كوچنيانو تحفظ ته اړتيا ده

مزید خبریں