ماسکو 26 اګست (اے پي پي) روسيه په ختيز ولادي ووستوك ښار كښې په كېدونكي ايسټرن اکنامك فورم 2025 (اي اي اېف) كښې د 70 نه د زياتو هېوادونو او منطقو د نمائندګانو د ګډون تصديق كړے دے۔ د روسيه کانګريس فاؤنډيشن له مخې فورم د ايشيا پيسيفک پشمول د ګردې نړۍ هېوادونو لپاره د كاروباري روابطو معتبر پلېټ فارم جوړ شوے دے۔ د روسيه د صدر سلاحكار او د …
ايسټرن اکنامك فورم 2025 كښې د 70 نه د زياتو هېوادونو د ګډون تصديق

مزید خبریں
ماسکو 26 اګست (اے پي پي) روسيه په ختيز ولادي ووستوك ښار كښې په كېدونكي ايسټرن اکنامك فورم 2025 (اي اي اېف) كښې د 70 نه د زياتو هېوادونو او منطقو د نمائندګانو د ګډون تصديق كړے دے۔ د روسيه کانګريس فاؤنډيشن له مخې فورم د ايشيا پيسيفک پشمول د ګردې نړۍ هېوادونو لپاره د كاروباري روابطو معتبر پلېټ فارم جوړ شوے دے۔ د روسيه د صدر سلاحكار او د اي اي ايف سټيئرنګ کميټۍ ايګزيکټو سيکريټري، انتون کوبياکوف وئيلي دي چې فورم به متنوع کاروباري پروګرام، كلتوري او د لوبو هلو ځلو په سبب يو اوپن او په شريكو ګټو اډانه د مكالمې ماحول وړاندې كوي۔ د يادونې وړ ده چې د ايسټرن اکنامك فورم لسمه غونډه د 3 نه تر 6 ستمبر په ولادي ووستوك كښې كېږي چې مركزي موضوع يۍ د “مشرقِ بعيد۔ امن او خوشحالي لپاره مرسته” ده









