روس زمونږ د فضائي دفاعي نظام معلومات اسرائيل ته وركوي٬ ايران

تهران ۔26 اګست (اےپي پي) ايران تور لګولے دے چې روس زمونږ د فضائي دفاعي نظام معلومات اسرائيل ته وركوي٬ د العربيه تر مخه دا خبره د ايكسېېډېنسي ډسرنمنټ كونسل غړي محمد صدر پرېس كانفرنس كښې وكړه۔ د ايران او روس تر مينځه د اقتصادي اړيكو باوجود محمد صدر ووئېل حق رسېدلے ايرانے صدر ابراهيم رئيسي او خارجه وزير حسېن امير عبدالهسان پشمول د ګڼو اعلې چارواكو چورلكه هم اسرائيل …

تهران ۔26 اګست (اےپي پي) ايران تور لګولے دے چې روس زمونږ د فضائي دفاعي نظام معلومات اسرائيل ته وركوي٬ د العربيه تر مخه دا خبره د ايكسېېډېنسي ډسرنمنټ كونسل غړي محمد صدر پرېس كانفرنس كښې وكړه۔ د ايران او روس تر مينځه د اقتصادي اړيكو باوجود محمد صدر ووئېل حق رسېدلے ايرانے صدر ابراهيم رئيسي او خارجه وزير حسېن امير عبدالهسان پشمول د ګڼو اعلې چارواكو چورلكه هم اسرائيل په تخريبي كاروائۍ كښې په نښه كړې وه۔ محمد صدر په ښكار ټكو وئېلي دي د ايران صدر ابراهيم اسرائيل وژلے ؤ ۔ د ايران عهدېدار د هېواد فضائي دفاع په اړه دا مهم معلومات د روس نه اسرئيل ته د ترلاسه كېدو په حقله ووئېل په اوسني دولس ورځني جنګ كښې دا ثابت شوې ده چې د روس سره سټرټېجك اړېكې د ايران لپاره ګټورې نه دي۔ ياد دې وي ابراهيم رئيسي په 19 مئ 2024 د ايران په يو سرحدي ولايت كښې ؤ چې د هغه چورلكه د پیښې سره مخ شوه ٬ د هغه سره د خارجه وزير پشمول نور هم مهم اهلې چارواكي په سفر وو۔ روس او د ايران تر مينځه په رسمي اقتصادي لوظنامه لاس ليك د ايران صدر مسعود پيزشكيان او د روسيه صدر پيوټن سږ كال د جنورۍ په مياشت كښې كړے ؤ ٬ دا لوظنامه د دوه اړخيزه پوځې مرستې هم وه ٬ خو بيا چې كله اسرائيل په ايران په جون مياشت كښې جنګ مسلط كړو نو د روسيه غبرګون يوازې تر غندنې بيانونو پاتي شو۔ د دې نه علاوه د ايران د شديد پوځي ضروريات باوجود جنګ كښې روسيه د ايران هيڅ ملاتړ نه ؤ كړے

مزید خبریں