او آئې سي غزه كښې د سمدستي جنګ بندۍ او د اسرائيلي يرغل بندلولو غوښتنه وكړه

جده۔ 26 اګست (اےپي پي) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئې سي) سېكر ټري جنرل حسېن ابراهيم طحه غزه كښې د سمدستي جنګ بندۍ ٬ د يرغل په خاتمه او د اسرائيلي ځواكونو په بشپر توګه په وتلو زور راوړے دے۔ جده كښې د او آئې سي د خارجه وزيرانو كونسل 21 م غونډې ته خطاب كښې هغه په غزه كښې د نسل كشۍ ٬ جبري كډې كولو ٬ د …

جده۔ 26 اګست (اےپي پي) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئې سي) سېكر ټري جنرل حسېن ابراهيم طحه غزه كښې د سمدستي جنګ بندۍ ٬ د يرغل په خاتمه او د اسرائيلي ځواكونو په بشپر توګه په وتلو زور راوړے دے۔ جده كښې د او آئې سي د خارجه وزيرانو كونسل 21 م غونډې ته خطاب كښې هغه په غزه كښې د نسل كشۍ ٬ جبري كډې كولو ٬ د منظمې تباهۍ او د غېر قانوني ناكه بندۍ غندنه وكړه۔ هغه په اسرائيل تور ولګولو چې هغوي لوږه د جنګي وسلې په توګه كاروي ۔ هغه په خاص توګه د مقبوضه بېت المقدس په اي ون ايريا كښې د اسرائيل د ودانيو زياتولو او د خبريالانو د نښه كولو هم غندنه وكړه۔ هغه ووئېل د داسې اقدامات خلاف د نړيوال قانون تر مخه كاروائي ضروري ده۔ هغه د فلسطين اولس په ضد د اسرائيل په روانو جنګي جرائمو د لا زيات موثر نړيوال غبرګون په رامخې ته كېدو زور راوړو۔ هغه خبردارے وركړو د اسرائيلي حكومت په غزه مكمل پوځي قابو او د ګرېټر اسرائيل وژن مخ په وړاندې بوتللو اراده د نړيوال قانون بيخي خلاف ورزي ده ۔ د خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې په غزه كښې په زياتېدونكې انساني بحران هم غور وشو۔ د او آئې سي سېكرټري جنرل په غړو هېوادونو زورر راوړو چې هغوي په رياض كښې د عرب اسلامي سر مشريزه غونډه كښې په منظور كړے شوو قراردادونو عمل درآمد راوكړي۔ هغه د فلسطين رياست تسليموونكو هېوادونو په شمېره كښې د زياتوالي هر كلے وكړو او نورو هېوادونو ته يې هم د دغسې كولو غږ وكړو ۔

مزید خبریں