امريكا ٬ نيو جرسي كښې پاكستانيانو د 79 م آزادۍ ورځ د زړه پورې پرېډ سره ونمانځله

نيويارك۔ 25 اګست (اےپي پي) د امرېكې په نيو جرسي ايالت كښې په ايډېسن ښار كښې د اتوار په ورځ پاكستاني نژاد امرېكنيانو او نورو كميونټيز په زړه پورې ډول د پاكستان 79 م د آزادۍ ورځ په ګده ونمانځله۔ پرېډ كښې سړو ٬ مېرمنو ٬ او ماشومانو په قامي لباس كښې د "پاكستان زنده باد" او "قائداعظم زنده باد" نعرې وهلې۔ د پرېډ پېل د اسېلن نه وشو او …

نيويارك۔ 25 اګست (اےپي پي) د امرېكې په نيو جرسي ايالت كښې په ايډېسن ښار كښې د اتوار په ورځ پاكستاني نژاد امرېكنيانو او نورو كميونټيز په زړه پورې ډول د پاكستان 79 م د آزادۍ ورځ په ګده ونمانځله۔ پرېډ كښې سړو ٬ مېرمنو ٬ او ماشومانو په قامي لباس كښې د “پاكستان زنده باد” او “قائداعظم زنده باد” نعرې وهلې۔ د پرېډ پېل د اسېلن نه وشو او تر ايډېشن ورسېد ٬ چرته چې د پاكستان او امريكائي بېرغونو باندې سنګار ګاډي او فلوټس ليدلې شول۔ د پرېډ تابيا د نيو جرسي پاكستاني نژاد كميونټي كړې وه چې پكښې كلتوري اسټالز ٬ روايتي پخلي او قامي نغمې شاملې وې۔دستوره كښې د پاكستان سفير رضوان احمد شيخ او په نيو يارك كښې قونصل جنرل عامر احمد اتوزئۍ هم شريك وو۔ سفير د آزادۍ ورځ د وياړ ورځ وګرځوله او په اوسني بنيان المرصوس كښې بريا يې د يو متحد قوت مظهر وګرځولو۔ هغه د پاكستاني نژاد امريكنيانو د خدمات ستائنه وكړه او دوي ته يې ټولنه كښې د زړه پورې ګدون او د مثبت كردار ادا كولو ترغيب وركړو۔

مزید خبریں