واشنګټن۔22اګست (اے پي پي ) د امریکې بحریه F/A-18E سپر هارنیټ جنګي الوتكه د ورجینیا ايالت ساحل سره نزدې سمندر كښې ړنګه شوه ۔ د پیښې په وخت الوتكه د معمول په تربیتي پرواز وه ۔ د امریکې نشریاتي ادارې سي بي ایس نیوز تر مخه د بحریه وياند لیفټیننټ جیکی پاراشر ووئېل سټرائیک فائټر سکواډرن د 83 سره تعلق لرونكې پائلټ د تربیي مشق په مهال د الوتكې نه …
د امریکې بحریه جنګي الوتكه سمندر كښې پرېوته ، پائلټ ځان بچ كړے شو

مزید خبریں
واشنګټن۔22اګست (اے پي پي ) د امریکې بحریه F/A-18E سپر هارنیټ جنګي الوتكه د ورجینیا ايالت ساحل سره نزدې سمندر كښې ړنګه شوه ۔ د پیښې په وخت الوتكه د معمول په تربیتي پرواز وه ۔ د امریکې نشریاتي ادارې سي بي ایس نیوز تر مخه د بحریه وياند لیفټیننټ جیکی پاراشر ووئېل سټرائیک فائټر سکواډرن د 83 سره تعلق لرونكې پائلټ د تربیي مشق په مهال د الوتكې نه ودانګل او د پیښې سمدستي پس ریسکیو ډلې روانه كړې شوې ، چا چي نزدې د يو نيم ساعت هلو ځلو نه پس پائلټ د سمندر نه په حفاظت راويستلو ۔ جیکي پاراشر تر مخه تباہ شوې جنګې الوتكه تر اوسه د سمندر نه ده برآمد كړې شوې ۔ هغه زياته كرھ د پیښې وجوہات معلومولو لپاره پلټنې پېل كړې شوي دي۔









